آسټرالیا کې د لومړي ځل لپاره په یوه ورځ ۴۲ کسانو د کرونا وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۲ کسانو د کرونا وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او په روغتونونو کې د ناروغانو شمېر د زیاتېدو په حال کې ده.

Signage notifying customers that Rapid Antigen Test  kits are sold out is seen on the entrance to a chemist in Sydney, Tuesday, 11 January, 2022.

Signage notifying customers that Rapid Antigen Test kits are sold out is seen on the entrance to a chemist in Sydney Source: AAP

له تېرو څو اوونیو راهیسې د آسټرالیا په بېلابېلو ایالتونو کې د کرونا وېروس پېښې یو ځل بیا د لوړېدو په حال کې دي. وړاندوینه شوې چې په راتلونکو څو اوونیو کې به د اخته کسانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لومړی ځل لپاره ۴۲ کسانو په نیو ساوت وېلز او وېکټوریا ایالتونو کې د کرونا وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په همدې حال کې د نیو ساوت وېلز ایالت مشر دومینیک پیتروت وايي، تر دې وروسته د دغه ایالت اوسېدونکو ته پکار ده ترڅو د کرونا د چټکې معاینې پایلې هم د سرویس نیوساوت وېلز اپ له لارې رپوټ کړي.

د جنورۍ د میاشتې له ۱۹ نېټې څخه که چېرې څوک د چټکې معاینې د پایلو رپوټ حکومت ته ورنکړي ۱۰۰۰ ډالره جریمه کېږي.

ښاغلی پیروټیټ وايي دغه کار "یواځې څو دقیقې وخت نیسي".
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وېروس ۱۳۴ زره او ۴۱۱ د کرونا ویروس د پي سي آر معاینې ترسره شوي چې له دغې ډلې څخه ۳۴ زره او ۷۵۹ پېښې مثبت ثبت شوي.

اوسمهال د نیو ساوت وېلز ایالت په روغتونونو کې ۲۲۴۲ کسانو تر درملنې لاندې دي.

په همدې حال کې په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۴۰ زره او ۱۲۷ نوې‌ پېښې ثبت شوي او ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په نویو اعلان شویو پېښو کې د چټکۍ معاینې لارې شاوخوا ۱۸ زره پېژندل شوې پېښې هم شاملې دي.
د وېکټوریا ایالت د روغتیا ادارې له هغو کسانو څخه مننه کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا وېروس معاینې کړې او واکسینونه یې ترلاسه کړي.

 


شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

سرچینه: AAP, SBS




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service