د آسټرالیا لومړي وزیر، انتوني البنیزي د اوکراین هېواد ته سفر ترسره کړی

د آسټرالیا لومړي وزیر، اوکراین ته د سفر پرمهال له دغه هېواد سره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې.

Anthony Albanese tours damaged residential areas in Irpin on the outskirts of Kyiv, Ukraine.

Source: AAP / LUKAS COCH/AAPIMAGE

د آسټرالیا لومړي وزیر، انتوني البنیزي د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره، کیف ته نژدې له ویجاړو شویو ښارونو څخه لیدنه ترسره کړې.

ښاغلي البنیزي اوکراین ته د سفر پرمهال اعلان کړی چې، آسټرالیا به ۳۴ نور زغره وال ګاډي اوکراین ته ورکړي او د روسیې د سرو زرو واردات به بند کړي.

نوموړي همدا راز ویلي، په ۱۶ نورو روسي وزیرانو یې د سفر بندیزونه لګولی چې په دې سره د آسټرالیا له خوا د ټولو  هغو روسي وګړو شمېر چې بندیز پرې لګول شوی  ۸۴۳ کسانو ته رسېدلی.

Australian Prime Minister Anthony Albanese tours damaged residential areas in Irpin on the outskirts of Kyiv, Ukraine, Sunday, July 3, 2022.
د آسټرالیا لومړی وزير انتوني البنیزي Source: AAP Image/Lukas Coch

اوکراین ته د سفر پرمهال، لومړی هغه له کیف سره نږدې له بوچا ښار څخه لیدنه ترسره کړې. ښاغلي البنیزي په بوچا ښار کې ویلي:" په بوچا کې نن ما د جنګي جرم ښکاره شواهد ولیدل. خلک باید د خپلو اعمالو حساب ورکړي."

د آسټرالیا لومړي وزیر انتوني البنیزي د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکی سره تر دوه ساعته ناستې وروسته د ۱۰۰ میلیونو ډالرو مرسته هم اعلان کړې.

President of Ukraine Volodymyr Zelenskyy held a meeting with Prime Minister of Australia Anthony Albanese who visited Ukraine..
President of Ukraine Volodymyr Zelenskyy held a meeting with Prime Minister of Australia Anthony Albanese. Source: The Presidential Office of Ukraine.

ښاغلي زیلنسکی د مرستې هرکلی کړی، مګر ویلې یې دی، "کله چې تاسو داسې مخالف ولرئ، دا مرستې هېڅکله کافي ندي."

هغه ویلي، ښاغلي البنیزي ته یې وړاندیز کړی ترڅو آسټرالیا "په اوکراین کې د جګړې له پای وروسته، د بیارغونې پروسې کې برخه واخلي" .

د آسټرالیا لومړی وزیر انتوني البنیزي له تېرو څو ورځو راهیسې په اروپا کې دی. د ناټو په ناسته کې له ګډون وروسته، هغه فرانسې ته سفر ترسره کړی او تر هغې وروسته د پولنډ له لارې اوکراین ته تللی.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS News



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now