ټاکل شوې ترڅو د آسټرالیا لومړی وزیر، انتونی البنیزی د روانې میاشتې په پای کې د ناټو مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره مادرید ته سفر وکړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکی، د آسټرالیا لومړی وزیر انتونی البنیزی ته بلنه ورکړې ترڅو اروپا ته د خپل سفر پرمهال کییف ته هم سفر وکړي.

لومړي وزیر انتوني، د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له بلنې څخه مننه کړې او ویلې يې دي چې له ځواب ورکولو مخکې باید مشورې او امنیتی اندېښنې په پام کې ونیول شي.
"زه به مناسبه مشوره وکړم او په ښکاره ډول د داسې لیدنې په شرایطو کې امنیتي ستونزې هم شتون لري."
" د ناټو ناستې ته د آسټرالیا د بلنې یو دلیل دا دی چې آسترالیا لوی مرسته کونکی هېواد دی چې د روسیې د غیر قانوني، غیر اخلاقي یرغل په وړاندې د خپل ملي حاکمیت په دفاع کې د اوکراین ملاتړ کوي او مونږ به د اوکراین د خلکو ترڅنګ ولاړ یو."

آسټرالیا پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې د بشري مرستو سربیره د توغندیو، مهماتو او پوځي وسایلو په ګډون لسګونه میلیونه ډالره پوځي مرسته کړې ده.
ښاغلي زیلینسکي د مارچ په میاشت کې د آسترالیا پارلمان ته په انلاین وینا کې وویل چې له اوکراین سره د کانبرا مرسته ارزښتناکه او اړینه ده.

