آيا اسټراليا کې پر تاسو له بهر هيواد څخه جاسوسي شوې؟

اسټراليايي پوليس وايي، د مهاجرو ټولنې له هر وخت ډير د بهرني هيوادونو د اجنټانو لخوا په نښه کيږي او پرې جاسوسي کيږي.

AFP

Australian Federal Police officers are seen outside the consulate of a foreign government in Australia in 2019. Source: AAP / AAP

Key Points
  • AFP به د بهرنیو لاسوهنو راپور ورکولو څرنګوالي په اړه د معلوماتو کمپاین پیل کړي.
  • فدرالي ادارې د مخالفانو په نښه کولو لپاره د بهرنیو هڅو په اړه خبرداری ورکوي.
  • په دې کمپاین کې به ډیاسپورا ټولنو لپاره په ۳۰ ژبو کې معلومات شامل وي.
د اسټراليا استخباراتو اداره وايي، اسټراليا کې ميشتې مهاجرې ټولنې د نورو په پرتله ډيره کې د بهرنيو هيوادونو جاسوسانو لخوا په نښه کيږي او دلته اسټراليا کې دننه د هغوی کړنو باندې جاسوسي کيږي.

د اسټراليا پوليس پر ټولو اسټراليايانو غږ کوي چې که چيرې دوی احساس کوي چې له بهر څخه که هغه د مهاجر ټولنو اصلي هيوادونه پکې شامل وي او پر دوی جاسوسي کيږي نو ټولنې غړي بايد پوليس ته خبر ورکړي.

پوليس وايي، دوی به مهاجرو ټولنو ته ځيني لارښوونې وړاندې کړي چې له مخه يې ټولنې غړي جاسوسۍ شک وروسته پوليسو ته خبر ورکولو په څرنګوالي پوه شي.

حکومت دا ګام له هغه وروسته اخلي چې د بهرني هيوادونو مخالفان په زیاتیدونکې توګه په آسټرالیا کې د بهرنیو اجنټانو لخوا په نښه کیږي.

د پوليسو په دې کمپاین کې د حقایقو يو پاڼه چې په ۳۰ ژبو ژباړل کیږي ټولنو ته وړاندې کيږي او د هغې سربيره د AFP د اړیکو افسران په اسټراليا کې دننه له ډیاسپورا ټولنو سره ښکیلتیا ډيروي.

د بهرنۍ لاسوهنې خطر څومره جدي دی؟

د AFP د ځانګړو تحقیقاتو قوماندان سټیفن نټ وویل چې پولیس د استرالیا له استخباراتي ادارو سره په ګډه کار کوي ترڅو د هغه څه په وړاندې مبارزه وکړي چې د دوی په وینا یو "جدي ګواښ" دی.
هغه وویل: "د بهرنۍ لاسوهنې ګواښونه د آسټرالیا د ټولنې په یوه سکټور پورې محدود ندي او نه هم د یو واحد ملت لخوا ترسره کیږي."
"بهرني هيوادونو پورې تړي کسان چې د نورو هیوادونو په وړاندې دښمنانه فعالیت ترسره کوي دلته په اسټراليا کې د هر ډول کسانو له لارې د مداخلې فرصتونه رامینځته کوي او تعقیبوي، د حکومت په ټولو کچو کې پریکړه کونکو ، په مختلفو سکتورونو کې اسټراليايان، او زموږ ټولنې عادي خلک هم په نښه کوي."
A policeman wearing a light blue uniform shirt and dark blue hat
The AFP will rely on its community liaison officers to engage with diaspora groups across Australia. Source: AAP
د حقایقو پاڼه به ټولنو ته لارښود وړاندې کړي چې څنګه پر دوی جاسوسۍ شک او نور معلومات له اسټراليايي چارواکو سره شريک کړي.

اسټراليايانو ته ډاډ ورکول کيږي چې د نوم نه ښودلو په شرط لا هم کولی شي پر خپل ځان د جاسوسۍ رپوټ له پوليسو سره شريک کړي.

تر یوې اندازې پورې د بهرنۍ لاسوهنې په اړه د پوهیدو نشتوالی، په ځانګړې توګه د هغو هیوادونو په ټولنو کې چې ممکن هلته ځيني داسې کړنو ته جاسوسۍ په نظر نه کتل کيږي يوه ستونزه ده.
AFP وویل چې جاسوسۍ جرم په مختلفو ډولونو ترسره کيږي لکه انلاين لارې يو شخص ګواښل چې ګواکې هغه ته په اسټراليا او يا کورنۍ ته يې په بهر کې زيان رسيږي.

پولیس ټینګار کوي چې د دې لپاره چې جرم د بهرنۍ لاسوهنې قانوني تعریف پوره کړي، دا باید د بهرني هيواد په لارښوونه ترسره شي. ستر ملتپاله کسان چې په خپله خوښه جرمونه کوي د دې تعریف لاندې نه راځي.

ولې چارواکي د بهرنیو لاسوهنو په اړه دومره اندېښمن دي؟

د اسټراليا استخباراتو ادارې د هغه څه په اړه خبر ورکوي چې په وينا یې په آسټرالیا کې اوسمهال په بې ساري کچه جاسوسۍ ترسره کيږي.
ياده اداره وايي، په اسټراليا کې بهرنيو هيوادونو منتقدين د بهرنیو استخباراتي ادارو لخوا په نښه شوي، ځینې وختونه د دوی د وژلو هڅې او زيان رسولو خبر هم ورکړل شوی.
د استخبارانو ادارې مشر څرګنده کړه چې دا په آسټرالیا کې د استبدادي رژیمونو لخوا ترسره کیږي، او دا هیوادونه بيا معمولا د پلازمينه کنبيرا کې ملګري ګڼل کیږي.

ښاغلي برجیس د دوو ځانګړو پلانونو جزئیات هم وړاندې کړل، د جلا جلا بهرنیو استخباراتي ادارو لخوا، چې موخه یې د استرالیا میشته مخالفانو ته زیان رسول وو شنډ کړي.
د کورنیو چارو وزیرې کلیر اونیل هم په دې وروستیو کې د هغه دسیسې تر شا د بهرني ځواک په توګه د ایران د نومولو غیر معمولي ګام پورته کړ چې په آسټرالیا کې د ايران رژیم یو منتقد په نښه شو، کسان يې کور ته ننوتل او نوموړي ټپي کيدو خبر هم ورکړل شوی.

هغې وويل: "موږ دلته زموږ په هېواد کې داسې کسان لرو چې د بهرني ځواک په لارښوونه څارل کيږي، عکسونه يې اخيستل کيږي او کورونه يې اشغال کيږي."

میلبورن ميشت يو شخص لومړی کس شو چې د ۲۰۲۰ په وروستیو کې د آسټرالیا د بهرنۍ لاسوهنې قوانینو تصويب وروسته تورن شو.

———————————————————————————
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیاتوګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

لخوا Finn McHugh
وړاندې کوونکی SBS Pashto
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service