آيا د اسټراليا په کوربه توب راتلونکې مياشت د کرکټ ۲۰ اوريز جام ته مو تياری نيولی؟

اسټراليا د کرکټ راتلونکي نړيوال جام کوربه هيواد دی او بيلابيلو ښارونو کې لوبې ترسره کيږي، ايا تاسې اسټراليا کې ژوند کوئ او پدې پوهيږئ ستاسو ښار کې کومې لوبې ترسره کيږي؟ تاسو ته مو د افغانستان، پاکستان او اسټراليا لوبډلو مهالويش او لوبو معلومات راخيستي.

305575214_3293770264210882_4816448020926439416_n.jpeg

Afghanistan National Cricket Team Credit: Deepak Malik/Creimas for Asian Cricket Council

کرکټ د نړۍ يو له هغو لوبو دی چې له يو ميليارد کسانو ډير مينه وال او ليدونکي لري.

د کرکټ شل اوريز جام لومړي ځل لپاره د انګلستان د کرکټ بورډ لخوا په کال ۲۰۰۳ کې وړاندې شو او ياد هيواد کې د ۵۰ اورونو پر ځای د شل اورونو لوبې ترسره شوې.

وروسته بيا د يادو لوبو نوي فارمټ د نورو هيوادونو پام هم ځانته کړ او دا په نړيوال جام بدل شو.

د کرکټ نړيوال جام يوازې درې ډوله کرکټ په رسميت پيژني، ټيسټ، ۵۰ اوريز او ۲۰ اوريز.

د کرکټ ۲۰ اوريزه لوبه ډيره کې دوه نيم ساعته دوام کوي چې هره يوه برخه يې ۷۰ دقيقې وي.

اسټراليا د روان کال ۲۰ اوريز کرکټ نړيوال جام کوربه هيواد دی.

دا لوبې راتلونکې مياشت يعنې اوکتوبر ۱۶ نيټې څخه پيل کيږي او بلې مياشت يعنې نومبر پر ۱۳ نيټه پای ته رسيږي.

اسټراليا کې د کرکټ مينه والو ته مو د درې لوبډلو(افغانستان، پاکستان، اسټراليا) د لوبو مهالويش راخيستی ترڅو تاسې وشی کولی له يادو لوبو ليدنه وکړه.

————————————————————————————

افغانستان

افغانستان— انګلستان : ۲۲ اوکتوبر پرت

نيوزيليند — افغانستان : ۲۶ اوکتوبر ملبورن

افغانستان — د بي ګروپ لوبډله (لوبډله معلومه نده): ۲۸ اوکتوبر ام سي جي ملبورن

افغانستان — ګروپ ای لوبډله (لوبډله معلومه نده) : ۱ نومبر ګابا، برزبن

افغانستان— اسټراليا : ۴ نومبر اډيليډ

———————————————————————————

پاکستان

پاکستان — هند : ۲۳ اوکتوبر ملبورن

پاکستان — ګروپ B1 : اوکتوبر ۲۷ پرت

پاکستان — ګروپ ای لوبډله (لوبډله معلومه نده) اوکتوبر ۳۰ پرت

پاکستان— جنوبي افريقا : نومبر ۳ سيډني

پاکستان— بنګله ديش : نومبر ۶ اډيليډ

—————————————————————————-

اسټراليا

اسټراليا — نيوزيليند : ۲۲ اوکتوبر سيډني

اسټراليا — ګروپ ای لوبډله (لوبډله معلومه نده) اوکتوبر۲۵ اوکتوبر پرت

اسټراليا — انګلستان : اوکتوبر ۲۸ سيډني

اسټراليا — ګروپ بي لوبډله( لوبډله معلومه نده) اوکتوبر ۳۱ برزبن

اسټراليا — افغانستان : ۴ نومبر اډيليډ

تاسې يادو لوبو او هم د نړيوال جام نورو لوبو لپاره لدې لينک لارې ټکټونه اخيستلی شئ.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now