د فوټبال نړیوال جام وروستۍ لوبه د دوحې ښار په لوسیل لوبغالي کې د آسټرالیا د سیډني او ملبورن ښارونو پر وخت د شپې په دوه بجو ترسره شوه.
په ۹۰ دقیقو د ارجینټاین او فرانسې ترمنځ لوبه ۲-۲ مساوي روانه وه، مګر اضافي وخت ورکړ شو ترڅو د لوبې پایله معلومه شي. په ۱۰۸ دقیقه کې لیون مسي د ارجیناین لپاره دریم ګول وکړ او تر هغې وروسته د فرانسې لوبډلې ګول و واهه او لوبه ۳-۳ مساوي شوه.
د اضافي وخت له پای ته رسېدلو وروسته لوبه د پېنالټي شوټونو پړاو ته ووته. د پېنالټي شوټونو په مرحله کې ارجینټاین ۴ او فرانسې دوه ګوله وکړل چې پدې کار سره ارجینټاین نړوال جام وګاټه.
د فوټبال نړیوال جام سیالۍ له ۱۹۳۰م کال راهیسې په هرو څلورو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي.
د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په روسیې او د ۲۰۲۲ کال سیالۍ په قطر هېواد کې ترسره شوې.
د برازیل لوبډلې د فوټبال جام اتلولي تر ټولو زیاته په خپل نوم ثبت کړې.
د نړیوالو سیالیو له پیل څخه تراوسه پورې برازیل ۵ ځله، جرمني ۴ ځله، ایتالیا هم ۴ ځله، ارجیټاین ۳ ځله او فرانسې دوه ځله نړیوال جام ګټلی دی.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

