Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا افغانستان ته نور پوځيان استوي

نن سهار د اسټراليا دفاع وزيرې اعلان وکړ چې اسټراليا به افغانستان ته ۳۰ نور سرتيري استوي.

Australian Special Operations Task Group
Australian Soldier Source: AAP

 يادو سرتيرو سره به په افغانستان کې ټوله کې  د اسټراليايي سرتيرو شمير ۳۰۰ ته ورسيږي.

د اسټراليا دفاع وزيره موريس پاين وايي چې ياد ۳۰ سرتيري به افغان ځواکونو سره د مشورې ورکولو ماموريت پر مخ يوسي.

د اسټراليا حکومت به راتلونکي څو اونيو کې دا پريکړه وکړي چې ياد اسټراليايي سرتيري به د افغانستان کوم ښار ته استوي.

د اسټراليا حکومت وايي چې امريکا لخوا چې له دوی څخه د نورو سرتيرو استولو غوښتنه وشوه هغې کې دا ندې ويل شوي چې اسټراليايي پوځيان به په جګړو کې برخه اخلي..

اسټراليايي چارواکي وايي چې ټوله کې د اسټراليا نظامي ماموريت افغان ملي ځواکونو سره مرسته کول دي.

اسټراليايي چارواکي وايي چې افغانستان کې د افغان پوځ روزنې لپاره اسټراليايي پوځيانو شتون ته اړتيا ده او هم وايي چې افغانستان کې ددوی ماموريت لا ندی تمام شوی او دوی بايد نيمګړی کار بشپړ کړي..

 د افغانستان جګړه اسټراليا لپاره په تاريخ کې تر ټولو اوږدمهاله جګړه ده چې نږدې ۲۰ کاله په بر کې ونيسي.

افغان جګړه کې تر دې دمه ۴۰ اسټراليايي پوځيان وژل شوي.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now