د اسټراليا ليبر ګوند پر حکومت د پولو کنټرول کې پاتې راتلو تور پورې کوي.
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کيږي چې د ايتلافي ګوند چې د اسټراليا اوسنۍ حکومت په لاس کې لري تل د کډوالو ډير شمير راتګ پړه د ليبر ګوند پر پخواني حکومت اچوي ولې نوې شميرې ښايي چې يوازې تيرو پينځو کلونو کې ۸۰،۰۰۰ کسان د هوا له لارې اسټراليا ته راغلي او بيا يې د پناه غوښتنه کړې.
د ليبر ګوند سناتوره Kristina Keneally وايي، د اسټراليا حکومت کښتيو له لارې د پناه غوښتونکو راتګ بند کړی او دا دعوه هم کوي چې د خلکو قاچاق کوونکو مخه يې نيولې ولې بيا بله خوا انساني قاچاق کوونکي د هوا يا الوتکې له لارې زرګونه کسان اسټراليا ته راولي چې بيا له رسيدو وروسته دوی پناه اخلي.
د ليبر ګوند سناتوره Kristina وايي، اسټراليا ته په تيرو پينځو کلونو کې ډيري راغلي پناه غوښتونکي کډوالو په توګه ندي منل شوي او يا د هغوی پناه غوښتنې رد شوي ولې حکومت دوی ټولو ته bridging يا لنډمهالې درې کلنې ويزې ورکړي او دا کسان له نا معلوم حالت سره مخ دي.
اسټراليا کې دا مهال ۲۳۰،۰۰۰ کسان لنډمهالو ويزو باندې ژوند کوي او بله خوا دا ويره هم شته چې د يادو پناه غوښتونکو اوسني حالت څخه ځيني کاروبارونه ناوړه ګټه هم پورته کوي او دوی ته يې حقونه نه ورکوي.

Travellers are seen at Overseas Arrivals at Sydney's International Airport Source: AAP Image/Brendan Esposito
د ليبر ګوند وايي چې د کورنيو چارو او مهاجرت چارو وزير پيټر ډاټون د اسټراليا پولو کنټرول په هوايي ډګرو کې له لاسه ورکړي.
د پناه غوښتونکو کښتيو راتګ مخې نيولو لپاره بايد له سکاټ موريسن او کيون راډ څخه مننه وشي، ولې د اغلې په وينا د پيټر ډاټون تر څارنې لاندې اوس انساني قاچاقبرو د اوبو او کښتيو پر ځای هوا او الوتکې کاروي او خلک اسټراليا ته قاچاق کوي.
دا مهال اسټراليا ته ډيري پناه غوښتونکي له چين او ماليزيا هيوادو څخه راځي او د سناتورې کينلي په وينا د يادو پناه غوښتونکو تر شا هغه کمپنی لاس لري کوم چې غير قانوني فعاليت کوي او د يادو کمپنيو ترڅنګ د يادو کسانو تر شا جرمي ډلې هم لاس لري.
دا مهال اسټراليا کې ۲۳۰،۰۰۰ کسان دي کوم چې bridging visa يا لنډمهاله ويزو سره ژوند کوي.
ځيني يې د پنا غوښتنه کړې، ځينو بيا مهارت لرونکو ويزو ته غوښتنليک ورکړی او دا هغه کسان دي چې وړاندې زده کړې لپاره اسټراليا ته راغلي او يا يې لنډمهاله کاري ويزې لرلې چې وخت يې خلاص شوی، او پای کې پدې ډله کسانو کې داسې هم دي کوم چې خپلو ژوند ملګرو ويزو ته انتظار کوي.
د ليبر ګوند وايي چې حکومت بايد مهاجرت وزارت ته لا ډيرې اسانتياوې برابرې کړي ترڅو د پناه غوښتونکو غوښتنليکونه ژر طی مراحل کړي.
اسټراليايي حکومت غواړي چې يو داسې قانون تصويب ته وړاندې کړي د کوم له مخه چې هر هغه کس کوم چې له ۲۰۱۳ کال وروسته کښتۍ له لارې اسټراليا ته راغلی وي او د پناه غوښتنه يې کړي وي نو داسې کسانو ته د اسټراليا دايمي ويزه نه ورکول کيږي.