ياد کريکټ ټورنمټ د سيدني تندر کريکټ کلب لخوا پر مخ واچول شوه او د افغانستان په ګډون د بنګله ديش، هند، سريلانکا، پاکستان، فيجي، نيپال او افريقايي هيوادو لوبډلو ګډون کړی وه.
افغانستان او نيپال لوبډلو پایلوبې ته لار وموندله او افغان لوبډلې وشو کولی چې نيپال لوبډلې ته په ۵ ويکټو ماتې ورکړي.
پایلوبه يوازې ۶ اورونو ته ځانګړې شوې وه.
نيپال لوبډلې ۶ اورونو کې ۴۲ منډو هدف وټاکله کوم چې افغان لوبډلې ياد هدف پينځم اور کې پوره کړ.

په تيرو څلورو کلونو کې دا لومړی ځل وه چې د پاکستان او هند لوبډلو پایلوبې ته لار ونه موندله او روان کال کې افغانستان او نيپال لوبډلو وشو کولی لومړي ځل لپاره پایلوبې ته لار پيدا کړي.
dافغانستان د سيدني تندر نيشن کپ اتله لوبډله شوه او د اسټراليا ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي مارک وا افغان لوبډلې ته د اتلولۍ کپ ورکړ.

