Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا کې د فدرالي ټاکنو نيټه اعلان شوه

روان کال می مياشت په ۱۸ نيټه به ټول اسټراليا کې فدرالي ټاکنې ترسره کيږي.

Leader of the Opposition Bill Shorten and Prime Minister Scott Morrison during division in the House of Representatives at Parliament House in Canberra, Thursday, December 6, 2018. (AAP Image/Mick Tsikas) NO ARCHIVING
موريسون توجه اليوم الى تازمانيا فيما جال شورتن على مقاعد متأرجحة في غرب استراليا Source: AAP

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن د يادې نيټې اعلان نن سهار وکړ.

له ياد اعلان سره د اسټراليا پارلمان منحل شو او د پارلمان نوو غړو ټاکنو پورې به حکومتي چارې د عامه کاريګرو لخوا پر مخ وړل کيږي.

د اسټراليا ليبر ګوند بيا د لومړي  وزير سکاټ موريسن لخوا د ټاکنو نيټې اعلان باندې نيوکه کړې او ويلي دي.

ليبر ګوند وايي چې که اعلان د يکشنبې په ورځ شوی وای نو په سنا مجلس کې به د حکومت اداني معدن کيندنې او هم Murry Darling سيند کې د کبانو وژنې پر موضوع له حکومت څخه پوښتنې کيدلی.

د می مياشت پر ۱۸ نيټه به اسټراليايان ۱۵۱ د پارلمان وکيلان او ۳۳ سناتوران ټاکي.

هر هغه ګوند چې ډيرې د پارلمان څوکۍ وګټي هغه به راتلونکو څلورو کلونو لپاره حکومت جوړوي.

يو ګوند ته پکار ده ترڅو حکومت جوړولو لپاره ۷۷ څوکۍ وګټي.

دا مهال ايتلافي ګوند ۷۴ پارلماني څوکۍ لرلې ولې بله خوا ليبر ګوند بيا ۶۹ څوکۍ خپلې کړې وې.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now