سرشميرنه کې ويل شوي چې اسټراليا کې د ډيرو پښتنو سړيو عمرونه ۲۵-۲۹ کلونه دي او بيا د ښځو ډير شمير ۰-۴ کاله عمر لري.
دا ويلی شو چې پښتني ښځي ډير لږ عمر لرونکي دي.
اسټراليا کې د پښتنو ۶۰.۹ سلنه نران دي او ۳۹.۱ سلنه بيا ښځې دي.
اسټراليا کې ۹۸.۸ سلنه له پښتنو څخه ويلي چې دوی مسلمانان دي او بيا ۰،۸ سلنه له پښتنو څخه ويلي چې دوی هيڅ مذهب نه لري.
د پښتنو د نفوس ۰،۱ سلنه بيا وايي چې دوی بومي اسټراليايان دي چې دا ډيره کې ويلی شو چې د اوښبه پښتنو پاتې نسل کيدای شي ځان بومي اسټراليايان ثبت کړي وي.
اسټراليا کې سرشميرنې پايلو کې ويل شوي چې ۴۷،۸ سلنه له پښتنو څخه ويلي چې دوی پر انګليسي ډيرې ښې خبرې کولی شي او بيا ۲۸ سلنه يې ويلي چې ښې خبرې کولی شي او ۱۵،۸ سلنه بيا وايي چې ښې خبرې نشي کولی او ۷،۶ سلنه بيا وايي چې هېڅ پر انګليسي ژبه خبرې نشي کولی.
نوو شميرو له مخه ډير پښتانه په کال ۲۰۱۳ کې اسټراليا ته مهاجر شوي.
۹۸.۳ سلنه له پښتنو څخه ويلي چې ددوی مور او پلار دواړه له اسټراليا څخه باهر زيږيدلي او بيا ۰،۲ سلنه له پښتنو څخه ويلي چې ددوی مور او پلار اسټراليا کې زيږيدلي.
اسټراليا کې ډيرو پښتنو ويلي چې ددوی پيدايښت په پاکستان کې شوی.
هغو پښتنو چې ويلي ددوی پيدايښت پاکستان کې شوی د هغو شمير ۴۲.۵ سلنه ده او کومو چې ليکلي چې پيدايښت يې افغانستان کې شوی د هغو شمير ۳۴.۱ سلنه ښودل شوي. ۲۰.۳ سلنه له پښتنو څخه بيا وايي چې دوی اسټراليا کې زيږيدلي.
۵۲.۷ سلنه پښتانه وايي چې دوی د اسټراليا طابعت اخيستی او بيا ۴۴.۵ سلنه وايي چې د اسټراليا طابعت نه لري.
۶۲.۸ سلنه له پښتنو څخه ويلي چې دوی تر ۱۲ ټولګي يا هغې سره برابرې زده کړې کړي. ۴،۳ سلنه يې ۱۱ ټولګي ۹،۷ سلنه يې ۱۰ ټولګي او ۷،۹ سلنه يې بيا تر ۸ ټولګي او يا له هغې لږې زده کړې کړي.
۱۲،۴ سلنه له پښتنو څخه ويلي چې دوی هيڅ زده کړې ندي کړي.
۱۷،۵ سلنه له پښتنو سړيو ليکلي چې دوی هيڅ عايد نه لري يعنې يوه اونۍ کې هيڅ تنخوا يا عايد نه ترلاسه کوي.
۳۵،۵ سلنه له ښځو څخه بيا وايي چې دوی هيڅ عايد يا تنخوا نه لري.
۵۲ سلنه له پښتنو څخه ليکلي چې دوی واده ندی کړی يعنی مجرد دي او ۴۶،۹ سلنه يې بيا واده شوي دي.
ډير پښتانه د ويکټوريا ايالت په ډانډينانګ او د نيو ساوت ويلز ايالت په اوبرن سيمه کې ژوند کوي.
لا ډير معلومات خپل ټولنې په اړه لدې لينک څخه ترلاسه کړئ.
اسټراليا کې د بيلابيلو ټولنو په اړه معلومات لدې لينک څخه ترلاسه کړئ.

