د اسټراليا سر شميرنې شميرو له مخه په کال ۲۰۰۶ کې اسټراليا کې د پښتنو شمير ۲۵۷۰ تنو ته رسيده.
کله چې په کال ۲۰۱۱ کې سرشميرنه وشوه نو اسټراليا کې د ميشتو پښتنو شمير ۴۸۰۰ وښودل شو چې ډيره کې د پښتنو ټولنو استازو ويل چې يادې شميرې سمې ندي او کيدای شي فورمو ډکولو وخت کې د ژبې ليکلو کې تيروتنې شوي وي.
ولې له ۵ کاله ځنډ وروسته د ۲۰۱۶ کال شميرې خپرې شوې او اسټراليا کې يې د پښتنو شمير ۹۲۳۳ ښودلی.

پښتانه د اسټراليا ښارونو کې په لاندې شميرو ژوند کوي.
ويکټوريا ۴۶۹۲
نيو ساوت ويلز ۲۶۵۰
جنوبي اسټراليا ۵۹۰
لويديځ اسټراليا ۵۴۶
کوينزلينډ ۵۳۲
کنبيرا ۱۸۴
ټازمانيا ۱۵
شمالي اسټراليا ۲۱

اسټراليا کې د هزاره ګي ژبې اوسيدونکو شمير ۲۲۲۷۲ ښودل شوی چې ډير شمير يې په ويکټوريا ايالت کې ميشت دي.
اسټراليا کې دري ژبې اوسيدونکو شمير ۳۰۰۰۰ ښودل شوی چي ډيره برخه يې په ويکټوريا ايالت کې اوسيږي.
د سر شميرنې نور معلوماتو لپاره زمونږ پاڼه وڅارئ.

