نن د پښتنو حق غوښتنې يو له تاريخې ورځو څخه ده چېرې چې پښتانه يو چتر لاندې يو ځل بيا راټوليږي او خپل انساني حق غوښتنه کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ نن د پاکستان پيښور ښار کې يوه تاريخي غونډه وکړه چيرې چې له تمې ډير د زرګونو په شمير پښتنو ګډون وکړ.
د يادې غونډې ملاټر لپاره د نړۍ يو شمير هيوادو کې هم پراخې مظاهرې وشوې چې بې څاري وې.
د ځوان فعال منظور پښتون په مشرۍ نن پيښور کې ستره تاريخې غونډه ترسره شوه او اسټراليا کې د سلګونه په شمير پښتنو د ياد غورځنګ او منظور پښتون په ملاتړ راووتل.
د اسټراليا ملبورن او سيدني ښار په مظاهرو کې ښځو، ماشومانو، ځوانانو او مشرانو ګډون کړی وه.
د اسټراليا په ګډون د نړۍ بيلابيلو هيوادو کې دا لومړی ځل وه چې د بيلابيلو سيمو پښتانه چې که هغوی د کوم سياسي ګوند غړيتوب هم درلود يوازې د پښتنو حق غوښتنې لپاره يو چتر لاندې راټول شوي ول.
ډيرو له ګډونوالو څخه هماغه غوښتنې لرلې کوم چې د منظور پښتون غوښتنې دي ويناوالو پر پښتنو ظلم او له هغو څخه عادي انسان په توګه ژوند کولو حق اخيستلو پر وړاندې د حق غوښتنه وکړه.
اسټراليا کې د مظاهرې ګډونوالو وويل چې راتلونکې کې به منظور پښتون پر پل روان وي او که اړتيا وه نو بيا هم پر مظاهرو لاس پورې کوي.
ډيرو له ګډونوالو څخه هماغه غوښتنې لرلې کوم چې د مظور پښتون غوښتنې دي او له ياد ځوان څخه يې خپل پراخ ملاتړ څرګند کړ.
د يادې مظاهرې لا ډيرې ويناوې او ويډيوګانې زمونږ فيسبوک پاڼه کې موندلی شئ.
اسټراليا کې د مظاهرو بشپړ رپوټ راتلونکې خپرونه کې له تاسو سره شريکوو..
ملبورن ښار کې د مظاهرې ويډيو.


