اسټراليا کې دوه شپيته زره مهاجر غير قانوني او په پټه ژوند کوي

اسټراليا کې ځيني غير قانوني مهاجر حتی له پينځلسو کلونو راپديخؤا ژوند کوي او اسټراليايي حکومت ندی توانيدلی چې غير قانوني مهاجر ونيسي او له اسټراليا څخه يې وباسي.

Illegal migrants

Illegal migrants Source: Public Domain

اسټراليا کې له 60,000 څخه ډیر غیر قانوني مهاجر په پټه ژوند کوي چې ډيره کې همدا کسان سیلانيان دي او يا هغه زده کوونکي دي کوم چې د ویزو وخت ختميدو وروسته اسټراليا کې پاتې کيږي او بيرته خپلو هيوادو ته نه ستنيږي..

 ۱: د اسټراليايي حکومت داخلي رپوټ خپريدو سره ښکاري چې دا مهال اسټراليا کې شاوخوا ۶۲،۹۰۰ مهاجر غير قانوني استوګنه لري.

۲: پدو غير قانوني مهاجرو کې ډيرې يې سيلانيان دي او هم هغه بهرني زده کوونکي کوم چې زده کړې لپاره اسټراليا ته راځي او ويزو ختيميدو وروسته يې بيرته خپلو هيوادو ته نه ځي.

۳: د اسټراليا د داخلي چارو وزارت وايي چې يادو مهاجرو موندولو او راتلونکې کې دداسې پيښو مخنيوي لپاره به د چک کولو سخت تدابير م وړاندې کړي.

۴: نوي رپوټ کې ښودل شوي چې د اسټراليا مهاجرت ادارې کار کوونکي پدې ندي توانيدلي ترڅو د غير قانوني مهاجرو مخه ونيسي او يا يې پيدا او بيرته خپلو هيوادو ته يې واستوي.

له 60 زرو څخه ډیر غیر قانوني مهاجر په استرالیا کې ژوند کوي، چې ډیری یې د ویزو پلورونکي دي دا پدې معنی چې کار او پيسو پيدا کولو لپاره اسټراليا کې غير قانوني ژوند کوي.

د رپوټ له مخه يو ډير شمير سيلانيان او هم بهرني زده کوونکي چې اسټراليا ته راځي او بيا يې د ويزو وخت ختميږي نو د لا ډير کار کولو او پيسو پيدا کولو لپاره غير قانوني ډول سره اسټراليا کې پاتې کيږي او خپلو هيوادو ته نه ستنيږي دوی دا ټول خطر پر ځان قبلوي او په پټه اسټراليا کې ژوند کوي.

که چيرې همدا غير قانوني مهاجر اسټراليا کې ونيول شي او بيرته يې هيوادو ته ډيپورټ شي بيا هم دا د مهاجرو په ګټه ده ځکه چې همدې مهاجرو غير قانوني اوسيدو دوران کې ډيرې پيسې پيدا کړې وي او بيرته هيوادو ته يې تګ دوی ته کوم تاوان نه رسوي.

د 620000 غیرقانوني مهاجرینو دریمه برخه هیواد ته د سياحت پر ويزو راغلي کسان دي او بيا  سلنه نور يې محصلین دي.

د اسټراليا نوي کورنیو چارو وزارت چارواکي د سختو معلومولو او چک کولو غوښتنه کوي چې دوی په دې وتوانیږي چې اسټراليا کې ميشت غير قانوني مهاجر پيدا کړي.

اسټراليا کې د غير قانوني مهاجرو ډله کې داسې کسان هم شته چې په پټه له تيرو لسو کلونو راهيسې ژوند کوي او شاوخؤا ۱۸،۷۵۰ مهاجر بيا له پينځلسو کلونو راپديخؤا اسټراليا کې غير قانوني ژوند کوي او هغؤی خپلو ويزو ختميدو وروسته بيرته افغانستان ته ندي تللي او نه حکومت توانيدلی چې هما کسان ونيسي او بيرته يې هيوادو ته وليږدوي.

چین او ملائیشیا د ناقانونه مهاجرینو څلورمه برخه کسان جوړوي، او د انګلستان څخه 5170 امریکا څخه بيا 3680 وګړي چې اسټراليا ته بيلابيلو ويزو سره راغلي د ويزو ختميدو روسته دوی بيرته خپلو هيوادو ته ندي تللي او دلته اسټراليا کې غير قانوني ژوند کوي.دي.
Trainee steelworker Taylor Rainik at One Steel in Melbourne, Tuesday, April 30, 2013. (AAP Image/Julian Smith) NO ARCHIVING
Trainee steelworker Taylor Rainik at One Steel in Melbourne, Tuesday, April 30, 2013. (AAP Image/Julian Smith) NO ARCHIVING Source: AAP
ځینې د دې هدف هم لري چې اسټراليا کې لسیزې لپاره ووسيږي او بيا وروسته خپلو ماشومانو له مخه د اسټراليا طابعته ته غوښتلنيک ورکړي او طابعت ترلاسه کړي.

په رپوټ کې راغلي چې د اسټراليا د کورنیو چارو وزارت چارواکي غواړه چې د اسټراليا هوايي ډګرونو کې بايد د چک طې مراحل لا سخت شي ترڅو د غير قانوني مهاجرو راتګ مخه ونيول شوي، حک چې د چارواکو په وينا داسې کسان هم شته چې خپل نوم بدلولو سره بيرته کوښښ کوي چې اسټراليا ته داخله شي.

د اسټراليا کورنيو چارو وزارت وايي چې د اسټراليا ماليي ادارې، د ټولنيزو خمدتو ادارې سره په ګډه کار کوي ترڅو هغه کسان پيدا کړي کوم چې اسټراليا کې غير قانوني اوسيږي او هم هغو کاروبارونو ته به سخته جريمه ورکول کيږي کوم چې همدې مهاجرو ته په پټه کار ورکوي.

 د اسټراليا کورنيو چارو وزارت وايي چې اسټراليايي بانکونو کې حساب پرانيستلو، او يا کور په کرايه نيسي، يا هم د موټر چلولو لايسنس اخلياو يا هم خپل ماشومان DayCare کې پالنې لپاره ورکوي لدې لارو څخه به مونږ غير قانوني مهاجر پيدا کوي.


شریکول

خپور شوی په

لخوا Abdullah Alikhil

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اسټراليا کې دوه شپيته زره مهاجر غير قانوني او په پټه ژوند کوي | SBS Pashto