Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا کې له نړيوالو لوبو وروسته له څلويښت ډيرو لوبغاړو د پناه غوښتنه کړې

Cameron Players
Cameron Players Source: SBS

.اسټراليا کوينزلينډ ايالت کې د همګټو (کومون ويلت) نړيوالې لوبې ترسره شوې په کوم کې چې د ۷۱ هيوادو لوبغاړو برخه اخيستې وه

.پينځه غوره هيوادو کې چې ډير ميډالونه يې ترلاسه کړي، لومړۍ اسټراليا، دويم انګلستان، دريم هندوستان، څلورم نيوزيليند او پينځم کاناډا هيواد ځای لري

د همګټو لوبو وروسته داسې رپوټونه خپاره شول چې د ځينو هيوادو لوبغاړي او کار کووونکي لا درکه شوې، ولې څو وروځې وروسته وموندل شوه چې دوی اسټراليا کې پاتې کيدو لپاره ځان لادرکه کړی وه.

.اوس ويل کيږي چې شاوخوا ۴۰ نړيوالو لوبغاړو اسټراليا کې د پناه غوښتنه کړې چې ډيري لوبغاړي د افريقايي هيوادو څخه دي

.د کاميرون هيواد ۱۲ لوبغاړواسټراليا کې د پناه غوښتنه کړې

.اسټراليا، امريکا او انګلستان په ګډه د کاميرون هيواد بشري حقونو خراب ريکارډ غندنه کړې

د اسټراليا کومون ويلت لوبو وروسته چې اسټراليا کې ترسره شوې. شاوخوا ۱۲ کاميرون نړيوالو لوبغاړو ځان پټ کړ او تيرو څو ورځو کې يې اسټراليا کې د پناه غوښتنه وکړه.

.ملګرو ملتونو بشري حقونو ادارې ويلي چې کاميرون هيواد کې د شکنجې، زنداني کيدو او هم د نظاميانو لخوا عام خلک تر بريد راوستو ناوړه ريکارډ لري

کاميرون هيواد باندې دا تور دې چې عام خلک ډيره کې شکنجه او زنداني کوي.

په ټولنيزو رسنيو کې داسې ويډيوګانې خپرې شوي په کوم کې چې ښودل کيږي، نظامي کسان عام خلک ځوروي او د هغو کورونه سوځوي.د اسټراليا هم د ملګرو ملتونو د بشر حقونو هغه رپوټ باندې انديښنه څرګنده کړې کوم چې د کاميرون هيواد بشري حقونو څخه سر غړونې غندنه کړې

اسټراليا کې د مهاجرت برخې پوهان وايي چې دا شونې ده چې اسټراليا هيواد يادو لوبغاړو ته پناه ورکړي ځکه چې افريقايي ځينو هيوادو کې حالت ډير کړکيچن دی


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now