اسټراليا کې محکمې د افغان ژباړونکي اسټراليايي ويزې غوښتنه رد کړه

د اسټراليا ځانګړو ځواکونو يو پخوانی پوځي چې له ډيرې مودې راهيسې خپل افغان ژباړونکي اسټراليا ته راوړلو کوښښ کوي يو ځل بيا له ناهيلی سره مخ شو.

Captain Jason Scanes and his Afghan interpreter.

Captain Jason Scanes and his Afghan interpreter. Source: Supplied

د جيسن سکان ژباړونکی چې دا مهال افغانستان کې دی او امنيتي مسايلو له امله يې ورته نوم حسن ورکړی ادعا کوي چې دهغه ژوند له خطر سره مخ دی او بايد اسټراليايي حکومت ورته پناه ورکړي.

د اسټراليا ځانګړو ځواکونو تقاعد شوي پوځي جيسن خپل د ژباړونکي مسله د اسټراليا کورنيو چارو له وزير ښاغلي پيټر ډاټون او نورو سياسي ګوندونو سره هم شريکه کړې ولې تر دې دمه يې مثبت ځواب ندی ترلاسه کړی.

افغان ژباړونکي خپل د خونديتوب ويزې موضوع او د مهاجرت ادارې پريکړې خلاف يې د اسټراليا فدرالي محکمې ته مخ کړ.

يادې محکمې له ډيرې پلټنې وروسته د افغان ژباړونکي غوښتنه رد کړه.
Law Courts
The outside of the Supreme Court of New South Wales building is seen in Sydney on October 9, 2013, Source: Getty Images
د اسټراليا مهاجرت اداره ادعا کوي چې ياد افغان پناه غوښتونکي ته د هغه کريکټر يا خوی له امله ويزه نده ورکړې.

د اسټراليا مهاجرت اداره د هر يو پناه غوښتونکي کريکټر ازموينه کوي او که چيرې ياده اداره د يو پناه غوښتونکي کريکټر برخه کې ډاډ ترلاسه نه کړي نو ددې واک لري چې هغه کس ته اسټراليايي ويزه ور نه کړي.

د افغان ژباړونکي د خونديتوب ويزې ترلاسه کولو غوښتنه تيره جمعه د اسټراليا فدرال محکمې لخوا رد شوه او د يادې پريکړې په غبرګون کې د حسن وکيل ويلي چې د محکمې يادې پريکړې پر وړاندې به د بلې محکمې غوښتنه کوي.

د افغان ژباړونکي ويزې غوښتنه داسې مهال رد کيږي چې ياد ژباړونکی د اسټراليا لوړ رتبه نظامي کسانو ملاتړ هم له ځانسره لري.

د افغان ژباړونکي مدافع پخوانی اسټراليايي پوځي جيسن سکان وايي، د حسن کريکټر يا خوی ازموينه ځکه رد شوې چې ياد افغان کډوال د انګليسي ژبې ستونزه لرله.
د جيسن په وينا له افغان ژباړونکي څخه پوښتل شوي چې ايا د ايتلافي ځواکونو خلاف يې کوم بد عمل ترسره کړی؟ ياد ژباړونکي ځواب کې ويلي چې تر اوسنه نه.

د جيسن په وينا د همدې ځواب له امله د افغان ژباړونکي کريکټر ازموينه ناکامه شوې او هغه ته د اسټراليا ويزه نده ورکړل شوې.

بله خوا د ياد ژباړونکي وکيلان وايي چې د حسن په اړه داسې شک شتون درلود چې نوموړی کيدای شي له طالبانو سره اړيکې ولري.

حسن وايي، زما له اسټراليايي ځواکونو سره کار کول زما وفاداري په ډاګه کوي.

له ۲۰۱۲ کال راپديخوا ۹۰۰ افغانان چې پخوا يې له اسټراليايي ځواکونو سره کار کړی اسټراليا ته دايمي اوسيدو لپاره راوستل شوي.

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اسټراليا کې محکمې د افغان ژباړونکي اسټراليايي ويزې غوښتنه رد کړه | SBS Pashto