اسټراليا کې يو کس ته چې د اسټراليا دايمي اوسيدونکی دی د اسټراليايي تابعيت ورکولو څخه ډډه وشوه.
د اسټراليا دايمي اوسيدونکي ته هغه وخت د اسټراليا تابعيت نه ورکولو پريکړه وشوه چې ياد کس د اسټراليا ترافيکي قوانينو څخه په وار وار سر غړونه کړې.
ويل کيږي چې ياد کس سوګير احمد نوميږي او پيدايښت يې بنګله ديش هيواد کې شوی.
احمد بيلابيل ترافيکي جرمنو ترسره کړي او۲۵ ځله له ټاکل شوي سرعت څخه يې تيز موټر چلولی.
کله چې احمد د “L” پليټ درلود نو موټر يې پرته لدې چې ياد پليټ پرې ولګوي چلولی او هم د چلولو وخت کې ورسره لارښود ډريور شتون نه درلود.
احمد چې کله د اسټراليا تابعيت ترلاسه کولو لپاره غوښتنليک ورکړ نو ده دا سوچ هم نه کاوه چې دده خراب ډريوری ريکارډ به ده ته سر خوږی جوړ کړي.
د غوښتنليک سپارلو وروسته ده ته وويل شول چې د ترافيکي قوانينو ماتولو لپاره ده ته د اسټراليا تابعيت نه ورکول کيږي.
احمد وايي چې ترافيکي تيروتنې يې د ځوانۍ وخت کې کړي او اوس بايد ده ته تابعيت ورکړل شي.
ولې د اسټراليا د مهاجرت او تابعيت وزارت په وينا احمد پر ختم شوي لايسنس موټر چلولی، د موټر چلولو څخه منع کيدو وخت کې يې بيا هم موټر چلولی او ددې ترڅنګ يې ۶ کلونو دوران کې ۵،۵۰۰ ډالر ترافيکي جريمې ورکړي.
د احمد غوښتنليک د Administrative Appeals Tribunal لخوا هم رد شوی.

