اسټراليا د نړۍ له ډيرو هيوادو څخه يو لرې پروت هيواد دی کوم چې هر ميليونونه سيلانيان ځانته راجذبوي.
د رپوټونو له مخه تير کال ميليونونو سيلانيانو اسټراليا ته مخه کړې او اسټراليا کې يې ټول ۱۱۳ ميليارد ډالر مصرف کړي.
يادو سيلانيانو کې ډير شمير يې له چين هيواد څخه راغلي.
يوې نوې څيړنې کې ښودل شوي چې تير کال اسټراليا ته ۸.۴ ميليونو سيلانيانو مخه کړې او له يادو کسانو څخه ۱.۳ ميليونه يې يوازې له چين هيواد څخه اسټراليا ته راغلي.
له چين څخه وروسته دويم هيواد هند دی چې ډير سيلانيان يې اسټراليا ته راغلي.
تير کال له هند څخه ۳۲۴،۰۰۰ کسان اسټراليا ته سيل لپاره راغلي چې دا د تيرو کلونو پر پرتله ۲۰ سلنه ډيروالی ښايي.
نوې شميرې ښايي چې د اسټراليا لوی ښارونه د سيلانيانو تر ټولو غوره ښارونه ندي بلکې ډيري سيلانيان د اسټراليا لرې پرتو سيمو ته مخه کوي.
تير کال دوه ميليونو سيلانيانو د اسټراليا لرې پرتو سيمو ته سفر کړی.
د اسټراليا حکومت وايي، پداسې حال کې چې د بهرنيو سيلانيانو ډير پام د اسټراليا لرې پرتو سيمو ته شوی، حکومت په پام کې لري ترڅو ۴۴ ميليونه ډالر د اسټراليا لرې پرتو سيمو باندې ولګوي ترڅو هلته سيلانيانو لپاره لا نورې اسانتياوې برابرې کړي.

