افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا مهال د اسټراليا په درې ورځني سفر پلازمينه کانبيرا کې دی چيرې چې د اسټراليا لومړي وزير په ګډون له يو لړ لوړ پوړو چارواکو سره ليدنه کوي.د اسټراليا لوی څارنوال سره ولسمشر غني د اسټراليا لوی څارنوان سره نن سهار
وليدل ولې د يادې ودانۍ مخې ته سلګونه هزاره ګان راټول شوي ول او د حکومت خلاف يې نارې وهلې

د مظاهره کوونکو غوښتنې بيلابيلې وې چې هغو کې د بريښنا پروژې مسله،کډوالو مسله او په ټوله کې ويل کيده چې افغانستان کې هزاره ګانو خلاف توپيري چلند کيږي.
لاريون کوونکو هغه سرک مخې ته راټول شوي ول په کوم چې په پام کې وه ولسمشر غني بيرته له يادې ودانۍ ووځي ولې امنيتي مسايلو پام کې نيولو سره ولسمشر محمد اشرف غني له بلې لارې له يادې ودانۍ ووته

ولسمشر غني په پام کې لري چې اسټراليايي حکومت سره بيلابيل اقتصادي تړونونه لاسليک کړي
د لاريون په اړه لا ډير معلومات له له اس بي اس پښتو فيس بک پاڼې څخه ترلاسه کولی شئ.


