۳۲ کلن افغان کډوال سعيد ميرويس روحاني نوميده او دوه کاله وړاندې له مانوس ايلنډ څخه بريزبن ښار ته درملنې لپاره راوستل شوی وه.
د رپوټونو له مخه ميرويس خپل اوسيدو هوټل کې ځانوژنه کړې.
ميرويس روحاني خپله ډاکټر وه ولې د کډوال په توګه مانوس ايلنډ کمپ کې څلورو کلونو لپاره بندي وه مخکې لدې چې په کال ۲۰۱۷ کې دی اسټراليا ته درملنې لپاره رواستل شي.
د ميرويس روحاني والدين انګلستان هيواد کې استوګنه کوي او ده له اسټراليايي حکومت څخه غوښتي ول ترڅو نوموړی له خپلې کورنۍ سره انګلستان کې يوزای کړي ولې اسټراليايي حکومت دا غوښتنه رد کړې وه.
د کډالو عمل ايتلاف موسسې په وينا ميرويس ۷ کډوال دې چې مانوس ايلنډ کډوالو کمپ څخه ځانوژنه کوي.
ميرويس خپله ډاکټري په چين هيواد کې بشپړه کړې وه او کله چې دی مانوس ايلنډ کې بندي وه نو هغه وخت کې ده غوښتي ول ترڅو ياد هيواد روغتون کې ورته د ډاکټر په توګه کار ورکړل شي چې دا غوښتنه يې هم نه وه منل شوې.
ښاغلی اين رينتول چې د کډوالو عمل ايتلاف وياند دی وايي " دا د رواني ناروغۍ يوه ډيره بده پيښه ده چې مونږ ته په ډاګه کوي، مانوس ايلنډ کې سلګونو کسانو ته رواني بيماري پيدا شوی."
د اسټراليا مهاجرت ادارې د يادې پيښې خبر تائيد کړی او ويلي دي چې يو کس چې ټولنې توقيف ځای کې يې ژوند کاوه مړ شوی.

يادې ادارې ويلي، مونږ د مړ شوي کس کورنۍ سره پدې غم کې شريک يو او داچې ده هغه محرميت ته درناوی وشي، مونږ يادې پيښې په اړه لا ډير معلومات نشو شريکولی.
د اسټراليا کورنيو چارو وزير پيټر ډاټون د سه شنبه په ورځ وويل، دا مهال مانوس ايلنډ کډوالو توقيف ځای کې يوازې څلور کډوال پاتي دي.
مانوس ايلنډ کډوالو توقيف ځای څخه لسګونه کډوال د ياد هيواد پلازمينه پورټ موريسبي ته ليږدول شوي.
د اسټراليا حکومت وايي، لنډ وخت کې به د مانوس ايلنډ کډوالو توقيف ځای وتړي.

