اسټراليا کې داسې اټکل کيږي چې روان کال به تر ۴۰۰۰ اسټراليايانو زکام له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.
تر دي دمه ۲۲۸ کسانو خپل ژوندونه له لاسه ورکړي.
تيره مياشت ۴۲،۰۰۰۰ اسټراليايان په زکام بيماري مبتلا شوي چې دا شمير ۲۰۱۸ کال جون مياشت کې له ۲۰۰۰ څخه ټيټ وه.
د روغتيا نړيواله اداره چې له اسټراليايي حکومت سره له نږدې کار کوي، اس بي اس سره خبرو پر مهال وويل: اسټراليا کې سږ کال د زکام بيماري موسم له وخت څخه مخکې پيل شو.
سره لدې چې د ريکارډ په کچه اسټراليايانو د زکام ضد واکيسن اخيستی ولې ماهرين وايي، د زکام وايروس چټکې سره خپل بڼه بدلوي.
روان کال کې تر دې دمه ۱۳.۱ ميليونو کسانو د زکام ضد واکيسن اخيستی چې دا د تير کال پر پرله دوه ميليونه ډير او د ۲۰۱۷ کال پر پرتله ۵ ميليونه ډير واکسين کارونه ښايي.

اسټراليايي ډاکټران وايي، د زکان ضد واکسين ۱۰۰٪ ګټور نشي ثابت کيدای ولې دا يوازينی لار ده ترڅو يادې بيمارۍ مخنيوي کې مرسته کولی شي.
د ۲۰۱۹ کال لومړيو شپږ مياشتو کې ۱۱۴،۶۵۶ اسټراليايان په زکام بيمارۍ مبتلا شوي، ماهرين وايي دا شمير به راتلونکو مياشتو کې د ريکارډ په کچه لوړ شي.
