Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا: کوچنی اختر د چهار شنبې په ورځ دی

اسټراليا کې د امامانو شورا اعلان وکړ چې سږ کال به د روژې مياشت ۳۰ ورځې وي.

Crescent Moon Sighted As India Prepares For Eid al Fitr
A view of crescent moon near Jama Masjid Minaret on the occasion of Eid alfitr Source: Hindustan Times

د اسټراليا د امامانو شورا اعلان وکړ چې د سه شنبې ورځ چې د جون د مياشتې ۴ نيټه ده د روژې مبارکې مياشتې وروستی (۳۰) ورځ ده او د چهار شنبې ورځ د جون د مياشت ۵ نيټه به د کوچني اختر لومړی ورځ وي.

اسټراليا لومړنی هيواد دی چې د اختر ورځ اعلانوي.

د اسټراليا امامانو شورا او مفتي اعظم پر ټولو مسلمانانو د يووالي او سولې غږ کړی.

د اسټراليا په ګډون د نړۍ يو شمير هيوادونه له نوې ټکنالوژي او هم ستورپوهنې څخه کار اخلي او د يادو وسايلو له لارې مياشت ګوري او د روژې او اختر اعلان کوي.

مسلمانانو کې پر يادې موضوع اختلاف ليدل کيږي، ځکه ځيني مسلمانان پدې اند دي چې مياشت بايد پر خپلو سترګو وليدل شي ولې بيا ځيني نور د نوې ټکنالوژي کارونه سمه بولي او وايي چې له يادو عصري او پر مختللو وسايلو سره دوی په اسانۍ مياشت ليدلی شي.

داچې دا اختلافات لږ شي د نړۍ سترعلما وايي چې دواړه حالتونه د منلو وړ دي.

د امامانو شورا اسټراليا کې او له اسټراليا څخه بهر مسلمانانو ته د اختر د ورځې مبارکي ويلې.

اسټراليا کې مفتي اعظم پر مسلمانانو غږ کړی ترڅو د اسلام ريښتينی او سولې انځور دې خپل ټولنې ته وړاندې کړي.

 

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now