اسټراليا پناه غوښتونکو ته يوازې څلور مياشتې وخت ورکړی

د اسټراليا مهاجرت وزير اسټراليا کې شاوخوا ۷۵۰۰ پناه غوښتونکو ته څلور مياشتې وخت ورکړی ترڅو کډوالی لپاره خپل غوښتنليک يا اپليکيشن ورکړي.

Temporary shelter offer for boat people stranded in South-east Asia

Temporary shelter offer for boat people stranded in South-east Asia Source: AAP

د اسټراليا مهاجرت وزير وايي چې اوس د دروغجنو کډوالو وخت تمام شوې.

د اسټراليا مهاجرت وزير پيټر ډاټون اسټراليا کې ميشت ۷۵۰۰ پناه غوښتونکو ته تر اوکتوبر مياشت پورې وخت ورکړی ترڅو اسټراليا کې د د پناه غوښتنه وکړي او دادې ثابته کړي چې دوی کډوال دي. ښاغلی وايي چې که دوی داسې ونه کړي نو هم به پرې د حکومت مرستې بندې شي او هم به دوی بيرته خپلو هيوادو ته ليږل کيږي.

اسټراليا کې ميشتو کډوالو ته تر روان کال اوکتوبر مياشت پورې وخت ورکړل شوې ترڅو کډوالی لپاره غوښتنليک ورکړي ځکه حکومت وايي چې ياد کډوال حکومت لپاره د کال ۲۵۰ ميليونه ډالر لږښت لري يعنې يادې حکومتي پيسې ضايع کيږي.
Australia's Prime Minister Malcolm Turnbull and Australia's Immigration Minister Peter Dutton
Australia's Prime Minister Malcolm Turnbull and Australia's Immigration Minister Peter Dutton speak to officials Source: AAP
د مهاجرت وزير پيټر ډاټون وايي چې دا ټول کډوال د ليبر ګوند وخت کې اسټراليا ته بيړيو له لارې راغلي او ډيري له همدو کډوالو څخه له ځانسره هيڅ اسناد نه لرل.

 

پيټر ډاټون وايي چې د زرګونو په شمير کډوال يا خو د هغو کيسونه رد شوي او يا هم هغوی دې کې پاتې راغلي چې پناه غوښتنې لپاره غوښتنليک ورکړي.

د مهاجرت وزير وايي چې که پناه غوښتونکي دا فکر کوي چې دوی به د اسټراليا حکومت او خلکو سره چل او دوکه کوي نو زه بايد دا ووايم چې د هغو دوکه اوس پای ته ورسيده او نور نشي کولی دروغو سره ژوند تير کړي.

د مهاجرت وزير وايي چې ياد پناه غوښتونکي بايد مهاجرت ادارې ته معلومات ورکړي او يا د مهاجرت ادارې سوالونو ته ځواب ووايي ترڅو دا معلومه شي چې دوی ايا ريښتيني کډوال دي او که نه؟

۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ کلونو کې اسټراليا ته ۵۰،۰۰۰ پناه غوښتونکي راغلي.

۴۳،۰۰۰ يې طی مراحل شوي چې ځينو ته يې اسټراليايي ويزې ورکړل شوي او د ځينو کيسونه بيا رد شوي.

په يادو پناه غوښتونکو کې داسې هم دي د کومو کيسونه چې اوس هم طی مراحل کيږي.

۷۵۰۰ پناه غوښتونکو هيڅ اسټراليايي ويزې لپاره غوښتنليک ندی ورکړی او اسټراليايي حکومت همدې پناه غوښتونکو ته تر روان کال اوکتوبر مياشت پورې وخت ورکړئ چې خپل کيس يا غوښتنليک دې مهاجرت ادارې ته وسپاري.
refugee boat
AAP Image-Australian Defence Source: AAP
دا هم د پناه غوښتونکو شميرې...

۵۰،۰۰۰ پناه غوښتونکي ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ کال ترمينځ اسټراليا ته راغلي.

ليبر حکومت له يادو پناه غوښتونکو څخه يې ۲۰،۰۰۰ طی مراحل کړي.

۲۰۱۲ کال اګيسټ مياشت کې د بيړيو له لارې راغلو پناه غوښتونکو طی مراحل وځنډول شو چې  ۳۰،۵۰۰پناه غوښتونکي طی مراحل پرته پاتې شول.

۲۳،۰۰۰ پناه غوښتونکو لنډمهاله ويزو ته غوښتنليک ورکړ.

۶۵۰۰ پناه غوښتونکو ته لنډمهاله ويزې ورکړل شوې.

۳۰۰۰ پناه غوښتونکي کډوال ندي ثابت شوي او دوی بايد له اسټراليا څخه باهر ووځي.

۱۳۰۰۰ پناه غوښتونکو کيسونه ارزول شوي.

۷۵۰۰ پناه غوښتونکو هيڅ کډوالی لپاره غوښتنليک ندی ورکړئ او حکومت وايي چې دوی تر روان کال اوکتوبر مياشت پورې وخت لري.


شریکول

خپور شوی په

لخوا Abdullah Alikhil

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اسټراليا پناه غوښتونکو ته يوازې څلور مياشتې وخت ورکړی | SBS Pashto