Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليايي پوليس له دوه افغان ميرمنو سره ناسم چلند کړی

د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت کې يو پوليس افسر له دوو افغانو ميرمنو سره د هغوی موټر درولو وروسته ناسم چلند کړی او ګومان کيږي چې پوليسو له دوی سره توپيري چلند کړی.

Two NSW police officers have been found to have engaged in serious misconduct by racially abusing two Afghan women at a traffic stop in Western Sydney.
Two NSW police officers have been found to have engaged in serious misconduct by racially abusing two Afghan women at a traffic stop in Western Sydney. Source: Supplied

اسټراليا کې د قانون پلي کوونکي کميسيون يوه تازه ويډيو خپره کړي په کوم کې چې ليدل کيږي، يو لوړ پوړي پوليس افسر له دوو افغانو ميرمنو سره ناسم چلند کړی او هغوی ته يې بد الفاظ کارولي.

افغانې ميرمنې هر يو ۲۵ کاله او ۴۴ کاله عمر لري او په ويډيو کې ليدل کيږي چې پوليس زړې افغانې ميرمنې ته چې په انګليسي ژبه خبرې نشي کولی په وار وار وايي چې زنداني کوي يې.

 

په ويډيو کې ليدل کيږي چې پوليس دواړو ميرمنو ته وايي، له اسټراليايي سيسټم څخه ناوړه ګټه مه پورته کوئ.

د ياد پوليس ناسم چلند په اړه ۲۴ کلنې افغانې ميرمنې رسمي شکايت وکړ او خپل شکايت کې يې دا ويلي چې ياد پوليس د کامرې بندولو وروسته دوی ته لا ډيرې بدې خبرې وکړې.

يادو ميرمنو باندې د نشه يي توکو درلودو تور پورې شوې او پوليس ورته ويلي چې که افغانستان کې مو پوليس ته موټر نه وای درولی تاسو به له شا لخوا په مرمی ويشتل شوي وی.

Two NSW police officers have been found to have engaged in serious misconduct by racially abusing two Afghan women at a traffic stop in Western Sydney.
Two NSW police officers have been found to have engaged in serious misconduct by racially abusing two Afghan women at a traffic stop in Western Sydney. Source: Supplied

د قانون پلي کوونکي کميسيون خپل پلټنې رپوټ کې موندلي چې ياد پوليس افغانو ميرمنو پر وړاندې ډارونکي او ناوړه الفاظ کارولي.

د پلټنې کميسيون دا هم موندلي چې ياد پوليس افسر د دوو افغانو ميرمنو خلاف ناوړه چلند قصدآ ترسره کړی.

د پلټنې کميسيون يادې پيښې په تړاو د دوو پوليس افسرانو خلاف قانوني چلند غوښتنه کړې.

د پلټنې کميسيون د يادې پيښې پر افغاني ټولنې بدو اغيزو شيندلو لپاره خپله انديښنه څرګنده کړې.

اسټراليا کې د امامانو ملي شورا د يادې پيښې غندنه کړې.

يادې شورا په يوې اعلاميې خپرولو سره ويلي، دا پيښه څرګندوي ترڅو نيو ساوت ويلز پوليسو ته لا ډيره زده کړه ورکړل شي او هم د پوليسو لخوا داسې کړنو وروسته د هغوی لا ډير مسول ګرځولو اړتيا ده.

د امامانو شورا د يادو دوو افغانو ميرمنو د شکايت کولو ستاينه کړې او پر نورو ټولنو غړو يې غږ کړی چې که داسې پيښو سره مخ کيږي نو په اړه دې اړوند چارواکو ته راپور ورکړي.

د نيو ساوت ويلز پوليس به د قانون پلي کوونکي کميسيون وړانديزونو باندې غور وکړي او له هغې وروسته به يادې پيښې په اړه لا ډير جزيات وړاندې کړي.

 

 

 

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now