Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE starting June 12 2026

استرالیا افغانستان ته نوي سرتیري استولي دي

استرالیا اوسمهال په افغانستان او منځني ختیځ کې له ۱۰۰۰ ډېر سرتیري لري چې د سیمې او نړۍ د امنیت په برخه کې مرسته کوي.

Afghanistan
Source: Facebook / Wahid Waissi

د استرالیا د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې تېره ورځ د رابرټسن بارکس له پوځي اډې څخه  ۲۷۰ نوي سرتیري افغانستان او منځني ختیځ ته تللي دي.

د استرالیا د دفاع وزیرې، لینډا رینولډز سرتیرو ته په خبرو کې ویلي، پر سرتېرو ویاړي چې خپلې کورنۍ پریږدي او د سیمې او نړۍ د امنیت په برخه کې مرسته کوي.

نوموړې همدا راز د دغو سرتېرو له کورنیو او ملګرو څخه مننه کړې ځکه د دوي له ملاتړ پرته د سرتیرو ماموریت امکان نلري.

د نويو سرتیرو په ډله کې د مخابراتو د برخې ۱۰۰ تنه متخصصین هم شامل دي خو د FPE-12   ډله به په افغانستان کې د هغو ښونکو او سلاکارانو د ملاتړ چارې پر غاړه ولري چې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت له ځواکونو سره پر دنده بوخت دي.

اوسمهال د استرالیا له ۱۰۰۰ څخه زیات سرتیري په افغانستان او منځني ختیځ کې پر دنده بوخت دي.

 


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Mujeeb Muneeb

سرچینه: ADF


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now