Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اټن د ملګرو ملتونو له ميراثونو ادارې سره راجسټر کيږي

افغان حکومت د ملګرو ملتونو کلتوري ميراثونو له ادارې څخه غوښتنه کړې ترڅو دې د افغانستان ملي اتڼ لرغونو ميراثونو په ليسټ کې شامل کړي.

Attan
Source: Wikipedia

د Arab News رپوت له مخه ويل شوي، افغان حکومت يونيسکو له ادارې څخه غوښتي ترڅو د افغانستان ملي اتڼ دې د ميراثونو په ليسټ کې شامل کړي،

اتڼ د افغانستان ملي نڅا ده چې د تاريخ په اوږدو کې افغانانو به جګړې څخه مخکې او هم وروسته اټن کاوه.

د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکې محبوبې بابکرخيل له  Arab News سره خبرو پر مهال ويلي" ددې ميراث ساتلو او نورې نړۍ سره شريکولو په موخه مونږ اتڼ له ملګرو ملتونو يونيسکو ادارې سره ثبت کوو.

د ياد وزارت وياند صابر محمد وايي، افغان حکومت د يونيسکو ادارې ټول شرايط پوره کړي ترڅو اتڼ راجسټر کړي او هيله مند دی چې اتڼ‌ به نړيوال ځای خپل کړي.

د اتڼ تاريخ ۳۰۰۰ کلونو پخوا ته رسيږي او پخوا د جنګياليو له جګړې څخه مخکې هڅونې لپاره به له اتڼ څخه کار اخيستل کيده.

اتڼ افغانانو او ټوله کې پښتنو لپاره ميراثي او وياړلی حيثيت لري او د ټول عمر خلک دا ملي نڅا کولی شي.

خوست کې قومي مشر شفيق الله منګل Arab News سره خبرو دوران کې وويل "  اتڼ زمونږ وياړ او تاريخ دی. اتڼ کول ستونزمن دی ولې که يو ځل د چا زده شي بيا په عمل بدليږي.

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now