SKIP TO MAIN CONTENT

په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو پر یوې تهاڼې ځانمرګی برید ترسره شوی

راپورونه ښيي چې تر دې دمه په یاد برید کې درې تنه پولیس وژل شوي او تر ۱۰ زیات ټپیان دي.

په خیبر پښتونخوا کې پر پولیسو برید
Credit: Islam Gul Afridi

1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Skip to article content

د خیبر پښتونخوا په باړې سیمه کې د پولیسو پر یوې تهاڼې ځانمرګی برید ترسره شوی او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

راپورونه ښيي چې تر دې دمه په یاد برید کې درې تنه پولیس وژل شوي او تر ۱۰ زیات ټپیان دي. په ټپیان کې دوه تنه عام وکړي هم شامل دي.

د دغې پېښې په اړه د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات وايي چې د جون پر ۱۳لسمه نېټه پولیسو ته د دغه برید په اړه خبر ورکړی شوی وه.

87ABC66C-31C0-48DF-9C17-155CD7F275B6.jpeg
Credit: Islam Gul Afridi

د پولیسو دغه تهاڼه د باړې په تاریخې سوداګریز مرکز کې موقعیت لري او د سیمې د ځایي چارواکو دفترونه هم په دغې ودانۍ کې شتون لري.

د دغې پېښې په اړه عیني شاهدان وايي چې په بازا کې په خپلو کارونو بوخت وه چې په پرله پسې توګه یې د دوو چاودونو غږونه واورېدل او له هغې وروسته د ډزو غږونه پیل شول.


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now