د اسټراليا حکومت د نوو راغلو افغان کډوالو ميشتولو لپاره ۲۷.۱ ميليونه ډالر ځانګړي کړل او يادې پيسې به دوو کلونو دوران کې پر افغان کډوالو ميشتولو لګول کيږي.
د اسټراليا مهاجرت وزير اليکس هاوک د ياد خبر خپرولو سره وويل، لدي مرستو سره به له افغانستان څخه راويستل شوو کسانو په اسټراليا کې نوي ژوند پيل او ميشتيدنه کې مرسته وکړي.
د اسټراليا حکومت لخوا د نوو راغلو افغانانو ميشتولو لپاره د سلامشورې يوه چوکاټ جوړ شوې چې پکې ګڼ شمير ټولنې د سلا مشورې ورکولو دنده لري.
اسټراليا کې ځيني پښتانه وي د حکومت لخوا جوړ شوي مشورې پدې بورډ کې پښتنو ته ځای ندی ورکړل شوی او له همدې امله ځينو پښتنو استازو په وار وار دا مسله له چارواکو سره شريکه کړې.
د اسټراليا مهاجرت وزير اليکس هاوکس وايي، ډيري نوي راغلي افغانان مهارت لرونکي دي او د هغوی اسټراليا کې برياليتوب سره ميشتول اړين دی.
د اسټراليا حکومت به اسټراليا کې ميشتو افغان ټولنو سره راتلونکو دوو کلونو لپاره ۸ ميليونو ډالرو مرسته وکړي ترڅو له افغانستان څخه راغلو نوو کسانو سره اسټراليا کې ژوند پيلولو برخه کې مرسته وکړي.
بله خوا حکومت به ۶.۴ ميليونه ډالر نوو راغلو افغانانو سره حقوقي مشورې برخې لپاره مرسته وکړي.
هغه نوي راغلي افغانان چې پر ۴۴۹ لنډمهاله ويزه اسټراليا ته راغلي هغوی ته به دايمې ويزې برابرولو برخه کې حقوقي مرستې وشي.
د نوو راغلو افغانانو زده کړې سندونو منل او هم ورته په اسټراليا کې د زده کړې زمينه برابرلو لپاره به ۴.۸ ميليونه ډالر مرسته وشي ترڅو نوي راغلي کسان په اسانۍ خپل د خوښې وړ کارونه پيدا کړي.
نوو راغلو افغانانو رواني روغتيا لپاره ۷.۹ ميليونه ډالر ځانګړي شوي.
د مهاجرت اليکس هاوکس وايي، لا دمخه نوو راغلو افغانانو سره د اسټراليا ټولنه ډيره مرسته کوي ولې حکومت لخوا اعلان شوې مرستې به اسټراليا کې ددوی ژوند پيلولو برخه ډيره مرسته وکړي.

