د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن د کرونا وايروس خپريدو مخنيوي لپاره پر بهرنيانو اسټراليا ته سفر کولو باندې بنديز ولګاو
لومړي وزير سکاټ موريسن اعلان وکړ چې دا نوی بنديز به سبا شپه ۹ بجو وروسته عملي کيږي.
اسټراليا کې د کرونا مثبتو پيښو ۸۰ سلنه يې د هغو کسانو دي کومو چې له بهر څخه اسټراليا ته سفر کړی.
د سه شنبې په ورځ حکومت اعلان وکړ چې له بهر څخه اسټراليا ته ټول راتلونکي کسان بايد ۱۴ ورځو لپاره جبري قرنطين شي ولې يوازې دوه ورځې وروسته حکومت پر ټولو بهرنيو مسافرو اسټراليا ته راتګ بنديز ولګاوه.
که تاسې ګومان کوئ چې کرونا وايروس لرئ، خپل ډاکټر ته ټليفون وکړئ او مخکې له ټليفون کولو څخه خپل ډاکټر ته مه ځئ.
تاسې د کرونا وايروس ملي شميرې ده په ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ شميرې باندې ټليفون وکړئ او مشوره ترلاسه کړئ.
که چيرې ساه تنګي لرئ نو ۰۰۰ شميرې ته زنګ ووهئ.
More to come.

