آسټرالیا د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې بېرته لومړی ځای خپل کړ

آسټرالیا سویلي افریقا ته له ماتې وروسته، د کرېکټ د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې بېرته له پاکستان څخه لومړی ځای ونیوه.

Australia celebrate taking the wicket of India's Rohit Sharma during the ICC Cricket World Cup group stage match at The Oval, London.

Australia celebrate taking the wicket of India's Rohit Sharma during the ICC Cricket World Cup group stage match at The Oval, London. Source: Press Association

د آسټرالیا د کرېکټ ملي لوبډلې یو ځل بیا د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لومړی ځای خپل کړ.

د آګسټ د میاشتې په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان د کرېکټ د ملي لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ لوبې په سریلانکا کې ترسره شوې او پاکستان درې واړه لوبې وګټلې.

افغانستان څخه د لوبو له ګټلو وروسته پاکستان د کرېکټ د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې لومړی ځای خپل کړی وه.

اوسمهال د آسټرالیا او سویلي افریقا د ملي لوبډلو ترمنځ پنځه یو ورځنۍ لوبې ترسره کیږي.

د دغه سیریز دویمه لوبه تېره ورځ ترسره شوه. آسټرالیا په ۵۰ اورونو کې سویلي افریقا ته ۳۹۳ منډې هدف ټاکلی وه، مګر سویلي افریقا دغه هدف پوره نکړ او آسټرالیا د ۱۲۳ منډو په توپیر سره لوبه وګټله.

 د دویمي یو ورځنۍ لوبې له ګټلو وروسته آسټرالیا بېرته د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لومړی ځل خپل کړ.

د کرېکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې پاکستان دویم، هند دریم، نوی زیلنډ څلورم او افغانستان نهم ځای لري.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now