د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن (جمعه) خپله وروستۍ لوبه د آسټرالیا له ملي لوبډلې سره ترسره کړه.
د لوبې په پیل کې افغانستان ټاس وګاټه، مګر پرېکړه یې وکړه ترڅو لومړی توپ اچونه وکړي.
آسټرالیا په ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته ۱۶۹ منډې هدف وټاکه، مګر د افغانستان ملي لوبډله ونه توانېده یاد هدف پوره کړي.
د افغانستان ملي لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۴ منډې وکړې او د ۴ منډو په توپیر سره یې لوبه بایلوله.
د افغانستان او آسټرالیا ترمنځ د نن ورځې په لوبه کې نوین الحق ۳، فضل الحق فاروقي ۲، راشد خان او مجیب الرحمن یوه، یوه وېکټ ترلاسه کړه.
د توپ وهنې په برخه کې د افغانستان لپاره راشد خان ۴۸، ګلبدین نایب ۳۹ او رحمن الله ګربز ۳۰ منډې ترلاسه کړې.

د افغانستان او آسټرالیا ترمنځ لوبه کې، ګلېن مکسویل ۵۴، میچل مارش ۴۵ او ډیوېډ وارنر ۲۵ منډې ترلاسه کړې.
د ۲۰۲۲ کال په نړیوالو ۲۰ اوریزو لوبو کې افغانستان، انګلستان، سریلانکا او آسټرالیا ته لوبې بایلولې او دوه لوبې یې د باران د ورښت له امله لغوه شوې.

