اسټراليايي حکومت پر ترهګريزو فعاليتونو محکوم د عبدالناصر تابعيت لغوه کړ

عبدالناصر لومړنۍ کس دې د اسټراليا حکومت لخوا ترهګرۍ ضد قانون له مخه له سزا سره مخ کيږي او خپل تابعيت له لاسه ورکوي. د ياد کس تابعيت د اسټراليا کورنيو چارو وزير لخوا لغوه شو.

Melbourne Muslim cleric Abdul Nacer Benbrika, 45, was arrested and charged with directing the activities of a terrorist organisation in 2005

Abdul Nacer Benbrika was arrested and charged with directing the activities of a terrorist organisation in 2005. Source: AAP

د اسټراليا حکومت د يوې محکوم شوې ترهګرې ډلې مشر عبدالناصر بنبريکا اسټراليايي تابعيت لغوه کړ او نوموړی دا مهال زنداني دی.

د اسټراليا کورنيو چارو وزير پيټر ډاټون وويل، عبدالناصر چې دا مهال زندان کې دی د يادې پريکړې په اړه ورته خبر ورکړل شوی او دا به وروسته محکمه پريکړه وکړي چې ايا نوموړی زندان کې پاتې شي او يا له اسټراليا څخه بهر وايستل شي.

پيټر ډاټون وويل، عبدالناصر د زرګونو اسټراليايانو وژنې خبرې کړي.

"دا مهمه نده چې دا کس څوک دی ولې که کوم کس زمونږ هيواد ته ترهګري خطر پيښوي نو بيا مونږ هر هغه څه کوو چې زمونږ واک کې وي ترڅو اسټراليايان خوندي وساتو."
Minister for Home Affairs Peter Dutton.
Minister for Home Affairs Peter Dutton Source: AAP
لومړي ځل لپاره عبدالناصر ترهګريزو کړنو لپاره په کال ۲۰۰۹ کې زنداني شو او په ۱۵ کاله زندان محکوم شو.

عبدالناصر چې ځانته د اسلام عالم وايي، پلان يې درلود ترڅو ملبورن ښار ځينې عامه ځايونه په نښه کړي او عام اسټراليايان ووژني.

نوموړي خپل پلويانو ته ويلي ول چې بايد ۱۰۰۰ اسټراليايان ووژل شي ترڅو اسټراليا له افغانستان او عراق څخه خپل پوځيان بهر کړي.

د اسټراليا حکومت غواړي ترڅو نوموړی خپل بند موده تيره کړي مخکې لدې چې له اسټراليا څخه وويستل شي ولې پر دې مسلې به محکمه پريکړه کوي.

ښاغلي ډاټون وويل، دا لومړی کس دی چې اسټراليا کې دننه ترهګريزو کړنو لپاره خپل اسټراليايي تابعيت له لاسه ورکوي.

د نوي قانون له مخه عبدالناصر ته د پخواني تابعيت لرونکي ويزه ورکول کيږي.


شریکول

خپور شوی په

سرچینه: AAP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اسټراليايي حکومت پر ترهګريزو فعاليتونو محکوم د عبدالناصر تابعيت لغوه کړ | SBS Pashto