Key Points
- د آسټرالیا په شپږو ایالتونو او شمالي سیمه کې آسټرالیایانو 'نه' رایه ورکړې ده.
- یواځې د آسټرالیا په مرکزي (ACT) سیمه کې خلکو ټولپوښتنې ته مثبت رایه ورکړې ده.
- لومړي وزیر انتوني البنیزي له استرالیایانو څخه وغوښتل چې یوځای شي.
تېره ورځ (شنبه) آسټرالیایانو پارلمان ته د بومیانو د غږ په ټولپوښتنه کې 'نه' رایه ورکړه.
د آسټرالیا په شپږو ایالتونو او شمالي سیمه کې اکثریت آسټرالیایانو 'نه' رایه ورکړې ده.
یواځې د آسټرالیا په مرکزي (ACT) سیمه کې خلکو ټولپوښتنې ته مثبت رایه ورکړې ده.
مایوسه شوي لومړي وزیر، انتوني البنیزي ټینګار کړی چې دغه پایلې "موږ نه تعریفوي او دا به موږ ونه ویشي."
هغه وايي: "دا اوس موږ ټولو پورې اړه لري چې یو ځای شو او ورته پخلا شوي منزل ته بله لاره ولټوو."

په همدې حال کې د اپوزیسیون مشر، پیټر ډټن په هیواد غږ کړی چې متحد شي. هغه له ټولپوښتنې څخه د یوه داسې تمرین په توګه یادونه کړې چې آسټرالیا ورته "اړتیا نه درلوده".
هغه وايي :"پروپوزل او پروسه باید د آسټرالیا د متحد کولو لپاره ډیزاین شوې وي، نه زموږ د ویشلو لپاره. "

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.