اسټراليا حکومت له ځينو هيوادونو سره خبرې پيل کړي ترڅو له محدوديتونو پرته د يادو هيوادو وګړي د يو بل هيواد ته سفر وکړي.
د روان کال مارچ مياشت د کرونا وبا رامينځته کيدو وروسته اسټراليا خپل پولې د نورو هيوادونو پر مخ وتړلې او هم خپل وګړو ته يوازې ضروري سفر کولو اجازه ورکوي او اسټراليايان نشي کولی ترڅو نورو هيوادونو ته سفر وکړي.
اوس داسې بريښي چې ځيني هيوادونه له بل سره پولې پرانيزي او همدې لړ کې اسټراليا له جاپان، جنوبي کوريا او پسيفيک هيوادونو سره خبرې پيل کړي ترڅو د يو بل پر مخ پولې پرانيزي.
دا خبر نن د يکشنبې په ورځ د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن له رسنيو سره شريک کړ.
اسټراليا د نړۍ له هغو شمير هيوادونو څخه دی کوم چې د کرونا ويروس کنټرول کې بريالی شوی او اوس د اسټراليا بحراني اقتصاد ښه کولو په موخه خپل پولې د نورو پر مخ پرانيستل غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې ځيني روغتيا پوهان اټکل کوي چې اسټراليا به د کرونا ويروس دويمې څپې سره مخ شي او د اسټراليا ويکټوريا نورو ايالتونو لپاره يو ښه مثال دی، ولې بله خوا اګيسټ مياشت راهيسې اسټراليا کې د نوو پيښو شمير لږ شوی.
د اسټراليا لومړي وزير له جاپان، جنوبي کوريا او پاسيفيس هيوادو له مشرانو سره خبرې کړي بله خوا د بهرنيو چارو وزيرې بيا د سينګاپور له حکومت سره د دوه اخيز سفر کولو پيل پر سر خبرې کړي.
د نيوزيليند اوسيدونکي کولی شي راتلونکي جمعې ورځ څخه د اسټراليا ځينو ايالتونو ته سفر کول پيل کړي او هغوی به اسټراليا کې نه قرنطين کيږي. نيو ساوت ويلز، کنبيرا، او شمالي سيمې هم د نيوزيليند هيواد وګړو پر مخ پرانيستل شوي.
ويکټوريا ايالت کې حکومت پلان درلود ترڅو د اوکتوبر په ۱۹ ټول دکانونه پرانيزي، بهر خواړو خوړلو ته اجازه ورکړي او پر خلکو ګرځبند محدوديت لرې کړي، دا ټول هغه مهال کيدل که ياد ايالت کې په تيرو ۱۴ ورځو کې د نوو پيښو اوسط ۵ پيښې وې ولې دا مهال دا اوسط شاوخوا ۹ دی.