آسټرالیا به په راتلونکو څو اونیو کې خپلې نړیوالې پولې خلاصې کړي

آسټرالیایان او د دغه هېواد دایمي ویزه لرونکي کسان راتلونکې میاشت کولای شي‌ بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي او د راتګ پرمهال په خپل کور کې ۷ ورځې قرنطین شي.

A Qantas repatriation flight arrives in Australia.

A Qantas repatriation flight arrives in Australia. Source: AAP

مهم ټکي:

  • راتلونکې میاشت آسټرالیا خپلې نړیوالې پولې خلاصوي ترڅو آسټرالیایان وکولای شي بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي.
  • واکسین شوي آسټرالیایان بېرته له راتګ وروسته د ۷ ورځو لپاره په خپلو کورونو کې قرنطین کېږي.
  • هغه کسان چې ندي واکسین شوي، آسټرالیا ته له راتګ وروسته باید د ۱۴ ورځو لپاره په هوټلونو کې قرنطین شي.
  • له ۱۲ کلونو کوچني ماشومان کولای شي له واکسین پرته بهر ته سفر وکړي.
آسټرالیا خپلې نړیوالې پولې په نومبر میاشت کې خلاصوي ترڅو د دغه هېواد اوسېدونکي وکولای شي له محدودیت پرته بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي.

د آسټرالیا لومړی وزیر سکاټ موریسن وايي هغه کسان چې غواړي بهر سفر وکړي په راتلونکو اوونیو کې کولای شي د خپل واکسین سند ته لاسرسی ولري چې په نړیواله کچه به د منلو وړ واوسېږي.

ښاغلي موریسن خبریالانو ته د خبرو پرمهال ویلي:" آسټرالیا به ډېر ژر د الوتنې لپاره چمتو وي. "



د نړیوالو پولو له خلاصېدو وروسته خلک کولای شي بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي او د راتګ پرمهال د ۷ ورځو لپاره په خپلو کورونو کې قرنطین شي.

هغو کسانو چې واکسین ندی ترلاسه کړی باید آسټرالیا ته له راتګ وروسته د ۱۴ ورځو لپاره په هوټل کې قرنطین شي. د دې ترڅنګ هغه کسان چې د کرونا واکسین یې ترلاسه کړی مګر هغه واکسین د آسټرالیا لخوا ندی منل شوی هغوي هم باید د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین شي.

نوي بدلونونه پدې مانا دي چې خلک له محدودیت پرته بهرنیو هېوادونو ته سفر کولای شي او بېرته آسټرالیا ته خپله خوښه راتللی شي.
هغه کسان چې له ۱۲ کلونو څخه کم عمر لري او یا هم د روغتیايي ستونزو له امله نشي کولای واکسین ترلاسه کړي، د پولو له خلاصېدو وروسته کولای شي د واکسین شویو آسټرالیایانو په څېر بهر سفر وکړي او بېرته اسټرالیا ته له راتګ وروسته په کورونو کې قرنطین شي.

د آسټرالیا هر ایالت او سیمه د خپل پلان پر اساس غواړي په کورونو کې د قرنطین پروګرام عملي کړي. 

اوسمهال شاوخوا ۴۰ زره آسټرالیان د کرونا وېروس د محدودیتونو له امله په بهرنیو هېوادونو کې بند پاتې دي چې د پولو له خلاصېدو سره به وکولای شي آسټرالیا ته له هېڅ محدودیت پرته سفر وکړي.

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Tom Stayner, Anna Henderson
سرچینه: SBS News

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service