Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا کې اوس دوه اعظم مفتيان دي او دواړه يو بل غير قانوني بولي

د اسټراليا د مسلمانانو شوراګانو فدراسيون د نوي مفتي اعلان وکړ حال داچې اسټراليا کې له ۲۰۱۱ کال راهيسې د اسټراليا مفتي اعظم دنده د ډاکټر ابراهيم ابو محمد لخوا مخې ته وړل کيږي کوم چې د اسټراليا امامانو شورا لخوا ټاکل شوی. لدې اعلان سره د مسلمانانو دوو لويو ټولنو ترمينځ اختلافات ډير شوي.

2 Muftis
Ibrahim Abu Mohamed (L) and Sheikh Abd al-Quddus al-Azhari. Source: AAP

د اسټراليا مسلمانانو شورا ګانو فدراسيون لخوا عبدالقدس الاظاري د نوي مفتي اعظم په توګه معرفي اعلان شو.

د يادې پريکړې په غبرګون کې د اسټراليا امامانو ملي شورا چې بر حاله مفتي اعظم يې اسټراليا لپاره ټاکلی د ياد عمل غندلو ترڅنګ يې ويلي د دوه سترو مفتيانو شتون له قانون او اسلامي اساساتو لرې عمل دی.

اسټراليا کې دواړه بنسټونه د مسلمانانو استازولي کوي ولې د دواړه ډلو ترمينځ له ډيرې مودې راهيسې پر ځينو مسايلو کې اختلافات شتون لري.

د دويم مفتي اعظم ټاکل کيدلو وروسته دواړه بل پر غير قانوني دريځ تورنوي.

د AFIC ادارې ويلي، د مفتي اعظم ټاکلو برخه کې يې د اسټراليا امامانو شورا سره له کلونو خبرې او ناستې کړي ولې دې ټولو ناستو پايلې ندي لرلي نو ځکه دوی پريکړه وکړه چې خپل مفتي وټاکي.

ياد فدراسيون وايي، اسټراليا کې د مفتي ټاکل کيدو پروسه دوی لپاره د منلو نده او څو وارې يې د اسټراليا امامانو ملي شورا سره خپل شکايت شريک کړی.

AFIC
A supplied image shows (L-R) Rashid Raashed, Imam Kafrawi Hamzah, Rateb Jneid, National Grand Mufti of Australia Imam Abdul Quddoos Al-Azhari. Source: AFIC

د اسټراليا مفتي اعظم سلاکار سميع بن قاعد له مسلمانانو غوښتي ترڅو دې خپل پام روژې او عبادتونو ته کړي او د نوي مفتي ټاکل کيدو بې ارزښته خبر ته دې پام نه ګرځوي.

Grand Mufti of Australia Ibrahim Abu Mohammed speaks during an Interfaith gathering for victims of the Christchurch terror attack at St Mary's Cathedral
داکتر ابراهیم ابومحمد، مفتی اعظم آسترالیا Source: AAP

د اسټراليا امامانو شورا وايي، له نورو اسلامي بڼسټونو سره به خبرو لپاره ټولې لارې پرانيستې وي ولې د اسټراليا مفتي اعظم چې پخوا د ۲۰۰ امامانو لخوا ټاکل شوی خپل کار ته ادامه ورکوي.

 

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now