آسترالیا د فلسطین دولت په رسمیت وپېژنده

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د آسټرالیا، بریټانیا،کاناډا او پرتګال لخوا د فلسطین دولت له رسمیت پېژندنې وروسته غبرګون ښودلی دی.

A graphic of the Australian prime minister next to a Palestinian flag

Prime Minister Anthony Albanese has outlined steps the Palestinian Authority is now required to take to meet its obligations as part of recognition. Credit: AAP/SBS News

آسټرالیا، بریټانیا، کاناډا او پرتګال د فلسطین دولت په رسمیت و پېژنده، تمه کېږي چې یو شمېر نور هېوادونه به هم په راتلونکو ورځو کې دې ته ورته ګام پورته کړي.

د دغو هېوادونو له رسمیت پېژندنې سره د هغو هېوادونو شمېر ۱۵۱ ته رسېدلی چې د فلسطین دولت په رسمیت پېژني.

د آسترالیا لومړي وزیر، انټوني البنیزي، دا اعلان د یکشنبې په ورځ په نیویارک کې وکړ.

ښاغلي البنیزي ویلي: "د آسترالیا مشترک المنافع هېواد د فلسطین دولت په رسمیت پېژني. په آسترالیا کې موږ له اوږدې مودې راهیسې د دواړو سیاسي ګوندونو په همغږۍ د دوه-دولتونو د حل ملاتړ کړی دی. یو له دغو دولتونو څخه، بې‌شکه، اسرائیل دی، او بل، طبعاً، فلسطین دی."

تمه کېږي چې فرانسه او بلجیم به هم په راتلونکو ورځو کې د فلسطین دولت په رسمیت و پېژني.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دغې پرېکړې په وړاندې کلک غبرګون ښوولی دی.

نتنیاهو ویلي، اسراییل به هیڅکله د فلسطین دولت ته اجازه ورنکړي.

"زه هغو مشرانو ته یو روښانه پیغام لرم چې د اکتوبر د ۷مې له وحشتناکې وژنې وروسته د فلسطین دولت په رسمیت پېژني: تاسو ترهګرۍ ته لویه جایزه ورکوئ. او زه تاسو ته یو بل پیغام لرم: دا کار به هېڅکله ونه شي. د اردن لویدیځ کې به هیڅ فلسطینی دولت شتون ونلري."

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر ریاض منصور، د فلسطین دولت د رسمیت پېژندنې له څپې هرکلی کړی دی.

هغه په غزې او لویدیځه غاړه کې له خپلو ټاټوبو څخه د فلسطینیانو د هر ډول جبري لیږد مخنیوي پر اهمیت ټینګار کوي.

هغه وايي، باور لري چې د اسراییلو خلک به بالاخره پر خپل حکومت فشار راوړي چې د اوربند په اړه خبرې اترې وکړي.

"سولې ته یو چانس ورکړئ. دا لیونتوب ودروئ. دا نسل وژنه ودروئ، سوله واکمنه کړئ. د فلسطینیانو او اسراییلیانو ژوند وژغورئ. د یرغمل شویو او بندیانو ژوند وژغورئ. سوله د جګړې څخه ډیره ښه ده."


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now