اسټراليا له هند څخه پر مسافرو راتګ بنديز ولګوه

اسټراليا حکومت له هند څخه پر ټولو الوتنو بنديز ولګوه او له ياد هيواد سره يې د يو لړ بيړنيو توکو مرستې اعلان وکړ.

The Indian travel ban was also headed to court after an Australian launched a legal challenge against the restrictions.

The Indian travel ban also headed to court after an Australian launched a legal challenge against the restrictions. Source: EPA

د اسټراليا لومړي وزير نن د ملي امنيت کابينې ناستې وروسته له هند څخه اسټراليا ته راتلونکو پروازونو بنديز ولګوه.

دا بنديز داسي مهال لګول کيږي چې هند له شپږو ورځو راهيسې هره ورځ د کوويډ-۱۹ له ۳۰۰،۰۰۰ ډيرې پيښې ثبتوي.

هند کې دا مهال له ۸۰۰۰ ډير اسټراليايان بند پاتې دي او بله خوا پدې وروستيو کې له هند څخه راتلونکو ټولو مسافرو کې د کرونا ويروس پيښې موندل شوي.

له هند څخه راتلونکو ټولو کسانو پر وړاندې د اسټراليا پولې به د می مياشت تر ۱۵ نيټې پورې تړلي وي.

لومړي وزير سکاټ موريسن وويل، اسټراليا به هند ته اکسيجن، وينتيلاتورونه او د طبي خوندي کالي مرسته وکړي.

هند په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۳۲۳،۱۴۴ نوې پيښې ثبت کړي او ۲۷۷۱ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړي.

اسټراليا حکومت پلان لري چې هند کې خپل ۸۰۰۰ اتباعو ته د سخت وخت پروګرام لاندې مرسته وکړي.

 


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now