آسټرالیایانو او ویزه لرونکو افغانانو څخه غوښتنه شوې ترڅو د کابل هوايي ډکر ته له ورتګ څخه ډډه وکړي

د آسټرالیا حکومت دغه غوښتنه له هغه وروسته کړې چې د دغه هېواد یو تابعیت لرونکی کس د طالبانو لخوا وهل شوی او ټپي شوی دی.

In this image provided by the Department of Hamid Karzai International Airport in Kabul, Afghanistan, Wednesday, Aug 25, 2021.

In this image provided by the Department of Hamid Karzai International Airport in Kabul, Afghanistan, Wednesday, Aug 25, 2021. Source: US Department of Defense

وروسته له هغه چې تېره ورځ د طالبانو لخوا د یوه آسټرالیایي د وهلو او ټپي کېدو راپورونه خپاره شول. د دغه هېواد حکومت له خلکو څخه غوښتنه کړې ترڅو هوايي ډکر ته له سفر څخه ډډه وکړي.

د Smartraveler پر پاڼه تازه خپره شوې خبرتیا کې راغلي چې  "د کابل نړیوال هوایی ډګر ته سفر مه کوئ".

تر دې دمه، د اسټرالیایانو او  ویزې لرونکو افغانانو لپاره مشوره دا وه چې هوایی ډګر ته سفر وکړي او د وتلو الوتنې ته انتظار وباسي.

کابل ښار ته د طالبانو له ننوتلو وروسته تر دې دمه آسټرالیا له امریکا او نورو هېوادونو څخه په ګډه کار کوي ترڅو زرګونه کسان له دغه هېواد څخه بهر وباسي.
دغه لارښونه له هغه وروسته خلکو ته کېږي چې تېره ورځ د طالبانو لخوا د یوه آسټرالیایي د وهلو او ټپي کېدلو راپورونه خپاره شول.

په یوې خپرې شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې یو ټي کس وهل شوی او شاوخوا د ډزو آوازونه هم اورېدل کېږي.



یو شمېر هغه افغانان چې له آسټرالیایانو سره یې په افغانستان کې کار کړی، هڅه کوي ترڅو له هېواد څخه بهر ووځي. اما را پورونه ښيي‌ چې طالبان یواځې بهرنیان هوايي‌ ډګر ته پرېږدي.

په همدې حال کې بریټانیا د خپل سفر پر پاڼه داسې معلومات خپاره کړي چې "د ترهګریز برید دوامداره او لوړ ګواښ شتون لري".

"د کابل حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته سفر مه کوئ"

"سوداګریزې الوتکې دا مهال فعالیت نه کوي. که تاسو کولی شئ له نورو لارو په خوندي توګه له افغانستان څخه ووځئ ، نو تاسو باید سمدستي دا کار وکړئ."
د آسټرالیا حکومت له تېرو څو ورځو راهیسې عملیات شروع کړي ترڅو د دغه هېواد اوسېدونکي او ویزه لرونکي کسان له کابل څخه متحده عربي اماراتو له هغه ځای څخه آسټرالیا ته انتقال کړي.

د آسټرالیا حکومت تېره ورځ ۷۵۰ تنه نور آسټرالیایان او د دغه هېواد ویزه لرونکي کسان له کابل څخه متحده عربي اماراتو ته انتقال کړي او له هغه ځای څخه بیا آسټرالیا ته راوستل کېږي.

د ۷۵۰ نورو کسانو له ژغورلو سره د ټولو هغو کسانو شمېر ۲۴۰۰ کسانو ته رسېدلی چې له کابل څخه متحده عربی امارتو ته انتقال شوی. تر دې دمه یو زیات شمېر کسان آسټرالیا ته هم را رسېدلي‌ دي.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Anna Henderson

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
آسټرالیایانو او ویزه لرونکو افغانانو څخه غوښتنه شوې ترڅو د کابل هوايي ډکر ته له ورتګ څخه ډډه وکړي | SBS Pashto