اسټراليا لکه امريکا خپل پخواني افغان کارکوونکي ځانګړو پروازونو له لارې له افغانستان څخه نه وباسي

امريکا اعلان وکړ چې له افغانستان څخه. خپل پخواني کار کوونکو ځانګړو پروازونو کې له افغانستان څخه وباسي. د امريکايي چارواکو په وينا د طالبانو واکمنی سيمو کې کيدای شي د هغوی پخواني کار کوونکي په نښه شي. د اسټراليا حکومت بيا داسې څه په پلان کې نه لري.

Australian troops board an evacuation flight in the Karmisan Valley, Uruzgan province, 2011.

Australian troops board an evacuation flight in the Karmisan Valley, Uruzgan province, 2011. Source: ADF

له هغه وروسته چې امريکا خپل پخواني افغان کار کوونکو له افغانستان څخه ځانګړو الوتکو کې ويستلو اعلان وکړ، د اسټراليا حکومت وايي، داسې  هيڅ پلان نه لري چې له مخه يې هغه افغانان چې له اسټراليايي ځواکونو سره يې کار کړی ترڅو هغوی هم ځانګړو پروازونو کې له افغانستان څخه وباسي.

امريکا ويلي چې د روانې مياشت تر پايه له افغانستان څخه خپل ټول پخواني افغان کار کوونکي له افغانستان څخه وباسي.

د امريکا افغان کار کوونکو ويزو طی مراحل بشپړيدو پورې هغوی دريم هيواد کې ځای پر ځای کوي او بيا له هغه ځايه دوی امريکا ته ليږدوي.

ويل کيږي امريکا خپل ۷۰،۰۰۰۰ پخواني افغان کار کوونکي راتلونکو دوو اونيو کې تاجکستان، ازبکستان او عرب اماراتو ته ليږدوي.

جوهن مکارتي امريکا کې د اسټراليا سفير پاتې شوی. 

نوموړی وايي، اسټراليا دې هم خپل پخواني افغان کارکوونکي امريکايي پروازونو کې شامله کړي ځکه د يادو پروازونو لوجستيک امريکايي چارواکو لخوا مخې ته وړل کيږي.

ښاغلی وايي، لومړی وزير سکاټ موريسن بايد يادې مسلې په اړه له امريکا ولسمشر سره په اړيکه کې شي او دا وړانديز دې ورته وکړي.

د اسټراليا پخواني لومړي وزير جوهن هاورډ له اس بي اس سره خبرو پر مهال ويلي ول چې له افغانستان څخه د اسټراليا پخوانيو افغان کار کوونکو ويستل يو اخلاقي مسوليت دی.

د اسټراليا مهاجرت ادارې اس بي اس ته ويلي، حکومت به د افغان کار کوونکو ويستلو کې له امريکا سره لاس يو نه کړي.

د مهاجرت ادارې وياند وايي، له کابل هوايي ډګر څخه پروازونه کيږي او دې ته اړتيا نشته چې يادو ژباړونکو لپاره ځانګړي پروازنه جوړ شي.

ځيني بيا وايي، که چيرې د طالبانو او افغان دولت ترمينځ جګړه تاوده چي بيا کيدای شي له کابل هوايي ډګر څخه پروازونه ودرول شي.

Image

د اسټراليا حکومت وايي، خپل پخوانيو کاريګرو ويزو طی مراحل ته يې لومړيتوب ورکړی او چټکۍ سره هغوی ته ويزې ورکول کيږي.

تر دې دمه ۱۴۰۰ افغانانو ويزې ورکړل شوي.

ويل کيږي چې شاوخوا ۱۰۰ نور کسان په تمه دي ترڅو ويزې ترلاسه کړي.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Rashida Yosufzai, Abdullah Alikhil, SBS Pashto

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now