اسټراليا کې پر کرونا وايروس مبتلا کسانو شمير له ۱۰۰۰ څخه لوړ شو

اسټراليا کې د کرونا وايروس چټکۍ سره خپريدل د خلکو انديښنې لا ډيرې کړي او يوازې ۲۴ ساعتو کې په نيو ساوت ويلز ايالت کې ۸۰ نوې پيښې ثبت شوې

Covid-19 in Muslim community

Source: Facebook

اسټراليا کې اوس له ۱۰۰۰ څخه ډيرو کسانو کې د کرونا وايروس موندلی شوی.

دا شمير له هغه وروسته ډير شو چې نيو ساوت ويلز ايالت کې د ۸۳ نوو پيښو خبر ورکړل شو او دا ياد ايالت کې په ۲۴ ساعتو کې تر ټولو ډيرې پيښې دي چې ثبت کيږي.

نيو ساوت ويلز ايالت کې د مارچ مياشت په ۱۱ نيټه په يو کليسا کې شاوخوا ۳۰۰ کسان مذهبي مراسمو لپاره راټول شوي ول او له هغو څخه ۷ کسانو کې د کرونا وايروس پيدا شوی. د نيو ساوت ويلز ايالت روغتيا برخې چارواکو له نورو ټولو هغو کسانو کومو چې ياد کليسا کې مذهبي مراسمو کې ګډون کړی وه غوښتي ترڅو دې ځانونه قرنطين کړي او يا دې کرونا وايروس لپاره معاينه وکړي.

نيو ساوت ويلز حکومت لورد هاوي ټاپو ته په سفر کولو باندې بنديز ولګاوه.
The lives of school children on remote Lord Howe island changed through an improved school music program.
The lives of school children on remote Lord Howe island changed through an improved school music program. Source: Supplied
بله خوا د بونډای بيچ( سمندرغاړه) هم د خلکو پر مخ وتړل شوه. دا له هغه وروسته وشو چې لومړي وزير تيره ورځ د ټولنيز فاصلې غوره کولو غوښتنه وکړه ولې په هماغه ورځ بونډای سمندر غاړه کې سلګونه کسان راټول شوي ول چې د ډير چارواکو له کلک غبرګون سره مخ شو.
Sydney's Bondi Beach on Friday.
Sydney's Bondi Beach in March. Source: AAP
د ويکټوريا ايالت صدر اعظم نن سر د ۵۱ نوو پيښو خبر ورکړ او ياد ايالت کې پر کرونا مبتلا کسانو شمير ۲۲۹ تنو ته ورسيد.

کوينزليند ايالت کې هم د ۳۷ نوو پيښو خبر ورکړل شو او ياد ايالت کې پر کرونا مبتلا کسانو شمير ۲۲۱ تنو ته ورسيد.

لويديځ اسټراليا کې بيا د ۲۶ نوو پيښو خبر ورکړل شو او ياد ايالت کې ټوله کې ۹۰ کسان پپ کرونا وايروس مبتلا دي.

اسټراليا کې تر دې دمه ۷ کسان د کرونا وايروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

نړۍ کې بيا پر کرونا وايروس مبتلا کسانو شمير  ۲۷۲،۰۰۰ ته ورسيد او ۱۱،۰۰۰ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ډيره مړينه په ايټاليا هيواد کې ثبت شوې.

پر کرونا وايروس مبتلا ۸۷،۰۰۰ کسان بيا له درملنې وروسته روغ شوي.

 

د کرونا وايروس نښې له يو عادي شکل څخه تر نمونيا يا سينه بغل چې په هغې کې ساه تنګي وي ليدل کيږي

د کرونا وايروس نښو کې تبه، ټوخی، ستونې درد، سست والی او ساه تنګي شامله وي.

که تاسې له بهر څخه اسټراليا ته راغلي اوسئ او ۱۴ ورځو کې دننه دا نښې ځان کې وګورئ او يا له داسې يو کس سره نږدې اړيکه کې وئ کوم چې د کرونا وايروس يې لرلی وي نو داسې حالاتو کې روغتيايي مرسته ترلاسه کړئ.

که تاسې سوچ کوئ چې د کرونا وايروس لرئ خپل ډاکټر ته مخکې له تګ څخه ټليفون وکړئ او يا د کرونا وايروس لپاره د مرستې ملي شميرې ته ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ زنګ ووهئ.

 

 

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS Pashto
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service