اسټراليا له امريکا او انګلستان سره پر اټومي وسلو سمبال د اوبو لاندې کښتۍ يا submarines جوړولو هوکړه لاسليک کړه.
دا هوکړه به تر ۹۰ ميلياردو ډالرو ارزښت ولري.
ويل کيږي دا بهرني کښتۍ به د اټومي وسلو ليږد توان ولري او هم به د ختيځ اسيا امنيت برخه کې مهم رول ولوبولي.
د اسټراليا فدرال حکومت لدې وړاندې له يوې فروانسوې دفاع کمپنۍ سره د يادو ورته کښتيو جوړولو هوکړه لاسليک کړې وه ولې وروسته له امريکا او انګلستان سره د نوې هوکړې وروسته اسټراليا له فرانسې سره خپل پخوانی هوکړه لغوه کړه.
د اسټراليا، انګلستان او امريکا ترمينځ د نوې هوکړې لپاره د دريو هيوادونو ولسمشرانو ګډ انلاين خبري کنفرانس جوړ او د يادې وکړې خبر يې شريک کړي.
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن وويل، دي د ازادۍ غوښتونکي هيوادون به ۱۸ مياشتو لپاره په ګډه د پلټنې چارې پيلوي او هم به په اډيليډ ښار کې اوبو لاندې کښتۍ چې اټومي وسلو باندې سمبال وي د جوړولو چارې پيل شي.

Australia's Prime Minister Scott Morrison, UK's Prime Minister Boris Johnson, and US President Joe Biden at a joint press conference. Source: AAP
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن له يادې هوکړې وروسته وويل، "اسټراليا نه غواړي ترڅو اټومي وسلو ته لاسرسۍ پيدا کړي."
د اسټراليا لومړي وزير له فرانسې هيواد سره د submarines جوړولو هوکړې لغوه کولو خبر هم ورکړ.
اسټراليا، انګلستان او امريکا درې اړخيز امنيتي تړول لاسليک وروسته يې ورته نوم AUKUS ورکړ، او لدې نوم سره ده ياد درې هيوادونه د اسنا ختيځ کې امنيتي ګواښونو ته په ګډوه ځواب وايي.
لدې کښتيو جوړيدو وروست به اسټراليا لومړنی هيواد شي چې د اټومي وسلو لرلو پرته به د يادو اوبو لاندې کښتيو خاوند شي