د اسټراليا حکومت چې له پاکستان سره شاخوا ۷۰ کلونو راهيسې دوه اړخيزې اړيکې لري لومړي ځل لپاره يې پر پاکستان د مرستو بندولو پريکړه وکړه.
اسټراليا په ۲۰۱۹ کال کې پريکړه وکړه ترڅو پر پاکستان د پيسو ټولې مرستې نږدې راتلونکي کې بندې کړي.
اسټراليا په پام کې لري چې تر ۲۰۲۱ کاله پورې خپلې ټولې مرستې بندې کړي.
د اسټراليا حکومت اوس ډيره کې خپلو ګاونډيو پسيفيک هيوادو ته پام دی او غواړي بهرني مرستې پر ځينو هيوادو لږې او يا بندې کړي ترڅو خپلو نورو ستراتيژيکو ملګرو هيوادو سره مرسته ډيره کړي.
اسټراليا پاکستان ته د بې وزله ښځو او انجونو سره مرستې لپاره او هم د پاکستان پر مختګ ته هر کال نږدې ۴۰ ميليونو ډالرو مرسته کوله.
د اسټراليا حکومت لخوا په بې ساري ګام کې دا مرستې تير کال ۱۹ ميليونو ډالرو ته راټيټې شوې او په پام کې ده چې تر ۲۰۲۱ کال پورې پر پاکستان ټولې مرستې بندې کړي.

پاکستان د نړۍ يو له غريبو هيوادو څخه دی او د ملګرو ملتونو ۲۰۱۹ کال رپوټ کې پاکستان د روغتيا، زده کړې او هم عايد له اړخه د ۱۷۸ هيوادو کتار کې ۱۵۰ ځای خپل کړ.
د اسټراليا حکومت له ۲۰۱۳ کال راهيسې خپل بهرني مرستو کې د پام وړ کمی راوستی او دا ډيره کې د اسټراليا اقتصاد او هم ستراتيژيکو ارزښتونو په رڼا کې ترسره کيږي.
اسټراليا په پاکستان کې ميليونونو کسانو سره د خوړو مرسته کوله او هم وچکالی ځپلو او داخلي بې ځايه شوو کسانو سره يې نقدو پيسو مرستې کولی.
بله خوا همدې مرستو څخه له يو ميليون ډيرو پاکستانيانو ته عدليې، عامه خدمتونو او هم سوداګري ته لاسرسي برخو کې مرسته کوله.
پاکستان ته په کال ۲۰۰۹ کې د ليبر حکومت لخوا چې مشري يې کيوين راډ کوله تر ۷۰ ميليونو ډالرو مرسته شوې وه.
بله خوا اسټراليايي چارواکي وايي، له پاکستان سره به خپله همکاري جاري ساتي او د زده کړې برخه کې به ځينو پاکستاني زده کوونکو ته بورسونه ورکوي او هم لدې وروسته به ټولو هغو برخو کې سره همکاري کوي په کوم کې چې د دواړو هيوادو ګډې ګټې وي.
د اسټراليا حکومت لخوا پر پاکستان د مرستو بندولو ته سياسي چارو کار پوهان په منفي او مثبت نظر ګوري.

