اسټراليا کې لنډمهاله اوسيدو ويزې لرونکو ته نوې ويزه ورکول کيږي

د اسټراليا د مهاجرت ادارې له ټولو هغو بهرنيو کسانو څخه کوم چې اسټراليا کې په لنډمهاله ويزو ژوند کوي او د هغوی ويزې په ختميدو دي غوښتي ترڅو دې د خپلو شته ويزو وخت اوږدولو يا ډيرولو ته نوی غوښتنليک ورکړي.

Visa Application

Source: Getty Images

نږدې ټوله نړۍ کې پر سفرونو بنديز او يا هم محدوديتونه د خلکو تګ راتګ باندې خپلې منفي اغيزې شيندلي.

اسټراليا کې هم زرګونه کسان دا مهال لنډمهالو ويزو سره ژوند کوي کومې چې کيدای شي لنډ وخت کې موده پای ته ورسيږي.

مهم ټکي

اسټراليا کې پر کرونا وايروس مبتلا کسانو شمير نږدې ۹۰۰ تنو ته ورسيد.
نن شپه ۹ بجو وروسته اسټراليا ټولو بهرنيانو پر وړاندې خپلې پولې تړي.

د اسټراليا د کورنيو چارو وزارت له ټولو لنډمهاله اوسيدونکو غوښتي ترڅو دې د مهاجرت ادارې ويبپاڼې څخه تازه معلومات ترلاسه کړي او هم دې د ويزو مودې ختميدو څخه وړاندې نوې ويزې ته غوښتنليک ورکړي.

د مهاجرت ادارې ويلي، چې د کرونا وايروس او د پولو تړلو ته په کتو به د يادو کسانو ويزو مودې غځولو ته جلا جلا کتنه وکړي.

 

د کرونا وايروس نښې له يو عادي شکل څخه تر نمونيا يا سينه بغل چې په هغې کې ساه تنګي وي ليدل کيږي

د کرونا وايروس نښو کې تبه، ټوخی، ستونې درد، سست والی او ساه تنګي شامله وي.

که تاسې له بهر څخه اسټراليا ته راغلي اوسئ او ۱۴ ورځو کې دننه دا نښې ځان کې وګورئ او يا له داسې يو کس سره نږدې اړيکه کې وئ کوم چې د کرونا وايروس يې لرلی وي نو داسې حالاتو کې روغتيايي مرسته ترلاسه کړئ.

که تاسې سوچ کوئ چې د کرونا وايروس لرئ خپل ډاکټر ته مخکې له تګ څخه ټليفون وکړئ او يا د کرونا وايروس لپاره د مرستې ملي شميرې ته ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ زنګ ووهئ.

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Mosiqi Acharya, Vivek Kumar, Abdullah Alikhil

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اسټراليا کې لنډمهاله اوسيدو ويزې لرونکو ته نوې ويزه ورکول کيږي | SBS Pashto