Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا به سر له ننه له چين څخه راغلو مسافرو ته ياد هيواد ته داخليدو اجازه ورنه کړي

اسټراليا ته له نن څخه پيل ټولو بهرنيو کسانو ته چې له چين څخه اسټراليا ته راځي اسټراليا ته داخليدو اجازه نه ورکوي ترڅو د کرونا وايروس خپريدو مخه ونيسي.

China has locked down millions of people in an effort to keep a lid on the situation. Pictured, people wear face masks at Hong Kong Airport.
China has locked down millions of people in an effort to keep a lid on the situation. Pictured, people wear face masks at Hong Kong Airport. Source: AP

له چين څخه اسټراليا ته سفر کوونکي که د اسټراليا تابعيت ونه لري اسټراليا ته داخليدو اجازه نه لري. 

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن څو شيبې وړاندې اعلان وکړ چې د کرونا وايروس خپريدو له ويرې څخه ياد ګام پورته کوي.

له چين څخه اسټراليايي تابعيت لرونکي به اسټراليا ته رسيدو سره په خپل کوښه ځانونه قرنطين کوي ترڅو ټولنې نورو غړو ته ياد واروس ونه ليږدوي.

".د اسټراليا لومړی وزير پلازمينه کنبيرا کې خبرې کنفرانس دوران کې وويل،" له فبروری لومړی نيټې وروسته که تاسې له چين څخه اسټراليا ته راځئ نو ۱۴ ورځو لپاره به قرنطين کيږئ

Passengers arriving at airport wearing masks
Foreign travellers who have left or passed through mainland China will be denied entry to Australia as officials try to contain the spread of coronavirus. Source: EPA

" د اسټراليا تابعيت لرونکي، دايمي اوسيدو ويزې لرونکي، د اسټراليايي ژوند ملګري او يا متکي کسانو پرته نور هيجا ته اجازه نه ورکول کيږي چې له چين هيواد څخه اسټراليا ته داخل شي

لومړی وزير وايي، نن سهار د اسټراليا روغتيا برخې ماهرينو ناسته وکړه او د ياد وايروس خپريدو مخنيوي لپاره يې دا وړانديز لومړي وزير ته وړاندې کړ.

د اسټراليا بهرنيو چارو وزارت هم له ټولو اسټراليايانو وغوښتل ترڅو دې چين هيواد ته سفر نه کوي.

coronavirus, myths
Australian citizens, permanent residents and their immediate family will be excepted from the strict measures, Prime Minister Scott Morrison said. Source: AAP

له نن ورځ څخه پيل د چين هيواد له هر يو ښار څخه چې اسټراليايان اسټراليا ته راځي نو ۱۴ ۲ورځو لپاره قرنطين کيږي ترڅو د ياد وايروس نښې وليدل شي او که چيرې کوم کس کې ياد وايروس وموندل شي نو په وخت يې درملنه وکړي.

اسټراليايي هوايي شرکت قانتس هم چين هيواد ته خپلې ټولې الوتنې ځنډولي.

حکومت وايي، د اسټراليا هوايي ډګرونو کې به يو ميليون مخ ماسکونه ويشل کيږي ترڅو يادو سيمو څخه راغلو مسافرو باندې وويشل شي.

دا مهال اسټراليا کې د کرونا وايروس لس پيښې تاييد شوي

د روغتيا نړيوالې ادارې د کرونا وايروس خطر او خپريدو لپاره د روغتيا نړيوال بيړنۍ حالت اعلان کړ.

تر دې دمه چين کې ۲۵۰ کسان ياد وايروس وژلي او نږدې ۱۲،۰۰۰ نور بيا پر ياد وايروس مبتلا دي.

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now