د اسټراليا حکومت افغانانو لپاره ۱۶۵۰۰ اضافي ويزې اعلان کړې

د اسټراليا حکومت له ډيرو فشارونو وروسته نن شپې بوديجه کې د ۱۶۵۰۰ اضافي ويزې اعلان کړې.

People head towards a flight during an evacuation at Hamid Karzai International Airport, Kabul, Afghanistan, 24 August 2021.

People head towards a flight during an evacuation at Hamid Karzai International Airport, Kabul, Afghanistan, 24 August 2021. Source: US Marine Corps via DVIDS

د افغانستان په جګړه کې د اسټراليا شل کلن ماموريت او په اسټراليا کې داخلي فشارونو وروسته حکومت اړ شو ترڅو هغو افغانانو لپاره چې ژوند يې خطر کې دی لا ډيرې ويزې اعلان کړي.

همدا وه نن شپه د اسټراليا خزانه دار بوديجې اعلانونو سره افغانانو لپاره راتلونکو څلورو کلونو لپاره ۱۶۵۰۰ اضافي ويزې اعلان کړې چې دا شمير ټولټال ۳۱۵۰۰ ويزو ته رسيږي.

لدې وړاندې افغانانو لپاره د اسټراليا حکومت د ۱۵۰۰۰ ويزو اعلان کړی وه، چې ۱۰۰۰۰ بشري ويزې او ۵۰۰۰۰ اسټراليا ته کورنۍ غړو راوستلو لپاره ځانګړې شوې وې.

د اسټراليا مهاجرت وزير اليکس هاک وويل، افغانانو لپاره د ويزو شمير ډيروالی د اسټراليا شل کلن پوځي ماموريت او له افغانانو سره ژمنو له مخه شوی.

د اسټراليا حکومت لدې وړاندې د سوريې جګړې دوران کې د ياد هيواد کډوالو لپاره ۱۲۰۰۰ ويزې ځانګړې کړې وې او همدا وه چې پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ وروسته پر حکومت فشار ډير شو ترڅو افغانانو لپاره هم ورته ډيرې ويزې اعلان کړي.

د اسټراليا بشري ويزو لپاره تر دې دمه شاوخوا ۳۲،۰۰۰ غوښتنليکونه سپارل شوي چې په غوښتنليکونو کې شاوخوا ۱۵۰۰۰۰ کسان شامله دي.

لا ډير معلومات وروسته وړاندې کيږي...

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now