Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا او افغانستان د ټيسټ لوبې نيټه اعلان کړه

اسټراليا او افغانستان کريکټ لوبډلې لومړي ځل لپاره د ټيسټ لوبې ترسره کوي.

Afghansitan to play the first test against Australia
Source: Supplied

د کريکټ شل اوريز نړيوال جام چې د اسټراليا په کوربه توب به د روان کال اوکتوبر ۱۸ نيټې څخه پيل کيږي د لوبو مهالويش له مخه به افغانستان  يو ځل بيا د نړۍ سترو کريکټ لوبډلو سره مخامخ شي او له تيرو نړيوالو اتلوليو وروسته به يو ځل بيا خپل قسمت وازمويي.

د سږ کال کريکټ نړيوال جام په اړه ويل کيږي چې کرونا ويروس به د لوبو مهالويش او يا ټوله کې د کړيکټ پر نړيوالې اتلولی کوم اغيز ونه شيندي.

پداسې حال کې چې د نړۍ ډير هيوادونه د کرونا ويروس قرنطين او يا بنديزونو له امله د خلکو پر غير ضروري راټوليدو بنديز لګولی ولې بله خوا بيا د کريکټ نړيوال جام لپاره داسې نه بريښي چې لوبډلې به کافي اندازه وخت ولري ترڅو خپل تمرين او تياری وکړي.

د کريکټ نړيوال جام د روان کال اوکتوبر مياشت کې يعنې شاوخوا څلور مياشتې وروسته پيل کيږي.

افغانستان به راتلونکې نړيوال جام کې له ټولو لوبډلو سره لوبې کوي او دا لوبې د اسټراليا بيلابيلو ايالتونو کې ترسره کيږي.

د اسټراليا کريکټ بورډ اعلان وکړ چې سږ کال به د اسټراليا کريکټ لوبډله له نړيوال جام وروسته لومړی له افغانستان او بيا له هند سره د تيسټ لوبې کوي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان له اسټراليا سره په ټيسټ لوبه که مخامخ کيږي.

اسټراليا خپل د اوړي موسم د لوبو پيل له افغانستان سره د ټيسټ لوبو ترسره کولو سره کوي او دا ټولې لوبې به د اسټراليا بيرت ښار کې ترسره کيږي.

د افغانستان او اسټراليا ترمينځ د ټيسټ لوبې د نومبر مياشت ۲۱ نيټې څخه پيل کيږي او دا لوبې د ورځې او شپې لخوا ترسره کيږي.

لومړي ځل لپاره په کال ۲۰۱۵ کې د ټيسټ لوبه د شپې او ورځې دوران کې د اسټراليا او نيوزيليند هيوادونو ترمينځ ترسره شوې وه.

له افغانستان سره ټيسټ لوبې وروسته به اسټراليا له هند سره د اسټراليا دريو ښارونو کې لوبې ترسره کوي.

د اسټراليا او هند ترمينځ د ټيسټ يوه لوبه د کوينزليند ښار ګابا لوبغالې کې ترسره کيږي په کوم کې چې تر اوسه اسټراليا کومه لوبه نده بايللی.

اسټراليا له ۱۹۸۸ کال راهيسې د کوينزليند ګابا لوبغالې کې د ټيسټ هيڅ يوه لوبه نده بايللې.

د اسټراليا کريکټ بورډ وايي، اوسمهال يې د ټيسټ لوبو مهالويش خپور کړ ولې که چيرې د کويډ-۱۹ له امله حالت بدلون ومومي نو دا نيټې بدليدلی شي.

 

 


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now