د اسټراليا لومړي وزير دفتر نن سهار اعلان وکړ چې کابل کې د اسټراليا سفارت په راتلونکو دريو ورځو کې تړل کيږي.
افغانستان او اسټراليا له تيرو ۵۰ کلونو له يو بل سره ديپلوماتيکې اړيکې پالي او اسټراليا لومړي ځل لپاره کابل کې په کال ۲۰۰۶ کې خپل سفارت پرانيست.
د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن او بهرنيو چارو وزيره ماريس پاين وايي، د اسټراليا سفارت تړل کيدل لنډمهاله ده او کيدای شي راتلونکې کې دا سفارت بيرته پرانيستل شي.
په اعلاميه کې راغلي " له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو وتلو په رڼا کې، اسټراليا به خپل ديپلوماتيکې اړيکې ۲۰۰۶ کال څخه وړاندې حالت ته وګرځوي او دا به لنډمهاله بدلون وي.
اسټراليا له افغانستان سره خپل ديپلوماتيکې اړيکې ۱۹۶۹ څخه تر ۲۰۰۶ دوران ته بيرته ګرځوي.

" اسټراليا به کابل کې خپل د سفير اوسيدو حضور لنډمهاله بند کړي."
په اعلاميه کې راغلي، د اسټراليا سفارت به د می مياشت په ۲۸ نيټه وتړل شي، بله خوا اسټراليايي ديپلوماتان به افغانستان ته له نورو سيمې هيوادونو څخه سفرونو ته دوام ورکړي.
په اعلاميه کې راغلي، د سفارت تړل لنډمهاله ده او حالت بدليدو سره به د ياد سفارت بيرته پرانيستلو پر سر يو ځل بيا بحث کيږي.
نړۍ ډيرو هيوادونو کې داسې ديپلوماتيک حضور معلومول دی او دا يوازې افغانستان او اسټراليا حالت پورې محدود ندی.
نور معلومات به لږ وروسته له تاسو سره شريک شي.

