د آسټرالیا لومړي وزیر انتوني البنیزي اعلان وکړ چې د فلسطین دولت به په رسمیت وپېژني

له فرانسې، کاناډا او انګلستان وروسته، آسټرالیا اعلان وکړ چې د فلسطین دولت به په رسمیت وپیژني.

PALESTINE RALLY SYDNEY

Protestors hold Palestinian flags during a pro-Palestine rally in Sydney. Credit: Bianca De Marchi/AAP

د آسټرالیا لومړي وزیر انتوني البنیزي اعلان وکړ چې د فلسطین دولت به په رسمي ډول په رسمیت وپیژني.

هغه ویلي " زه نن دا تاییدولی شم چې د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په ۸۰مه غونډه کې به آسټرالیا د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني."

"د دوو دولتونو حل د انسانیت لپاره تر ټولو غوره هیله ده چې کولی شي په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي دوره پای ته ورسوي او په غزه کې شخړې، کړاو او لوږې ته د پای ټکی کېږدي."

انتوني البانیز په اسراییلو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې "د نتانیاهو حکومت په چټکۍ سره په سیمه کې غیرقانوني میشت ځایونه پراخوي".

تر دې وړاندې، فرانسې، کاناډا او انګلستان هم اعلان کړی و چې د فلسطین دولت به په رسمیت وپېژني.

د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ خبریالانو ته ویلي چې متحده ایالاتو ته له دغه اعلان مخکې خبر ورکړل شوی و.

هغې ویلي "ما له اعلان څخه مخکې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره خبرې وکړې، او د ډیپلوماټیکو اصولو له مخې مې، هغه ته زموږ د اعلان د نیت په اړ خبر ورکړ."
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service