د اسټراليا ۳۰۰۰ اعلان شوو ويزو لپاره ۱۵۰۰۰۰ افغانانو غوښتنليک ورکړی، ولې د اسټراليا حکومت لا تر اوسه يوه ويزه هم نده ورکړې

د طالبانو قدرت ته رسيدو سره سم نږدې ۱۵۰ زره افغانانو د اسټراليا بشري ويزو لپاره غوښتنليکونه ورکړي.

People move forward to cross into Pakistan at Pakistan-Afghanistan border in Spin Boldak, Afghanistan.

阿富汗正出現經濟及人道災難。 Source: EPA

د اسټراليا سنا مجلس ته د مهاجرت ادارې چارواکو راپور ورکولو سره ويلي، اسټراليا لخوا افغانانو لپاره ۳۰۰۰ اعلان شوو ويزو څخه تر اوسه کومه ويزه نده ورکړل شوې.

اسټراليايي ويزې ترلاسه کولو لپاره د افغانانو غوښتنليکونه ورځ تر بلې ډيريدو حال کې دي او دا مهال ۳۲۰۰۰ غوښتنليکونه ترلاسه شوي چې پکې شاملو کسانو شمير ۱۵۰ زرو تنو ته رسيږي.

د مهاجرت اداره وايي، په تيرو ۳ مياشتو کې ۳۲،۰۰۰ غوښتنليکونه ترلاسه شوي او حتی په يوه اونۍ کې ۱۰،۰۰۰ غوښتنليکونه هم ترلاسه شوي.

د طالبانو واکمنۍ سره سم زرګونه افغانان اسټراليا ته له لنډمهالو ويزو سره راغلي او تر اوسه چاته دايمي ويزه نده ورکړل شوې.

د اسټراليا حکومت افغانانو لپاره ۳۰۰۰ بشري مرستو دايمي ويزې ځانګړې کړي ولې سنا مجلس ته د مهاجرت وزارت مرستيال David Wilden ويلي، لا تر اوسه له يادو بشري ويزو چې دايمي ويزې دي چاته ندي ورکړل شوي.

“مونږ لا تر اوسه چاته د ساتنې (protection) ويزه نده ورکړې او اوس داسې موقف کې هم نه يو چې چاته داسې ويزه ورکړو.“

#WATCH: A parliamentary inquiry hears that the Federal Government is yet to issue any of the initial 3,000 humanitarian visas for Afghans fleeing the Taliban.
د اسټراليا سنا مجلس افغانستان جګړه کې د اسټراليا برخه اخيستل او افغان پناه غوښتونکو ته د اسټراليا ويزې ورکړه پروسې بشپړه پلټنه کوي.

بله خوا هغه افغانان چې له ۴۴۹ ويزو سره اسټراليا ته راغلي د هغوی ويزو مودې غځولو پريکړه شوې او ۱۲ مياشتو لپاره به د يادو ويزو موده غځول کيږي.

يادو افغانانو سره به يو لړ ميشتيدنې برخه کې مرستې هم کيږي.


شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Tom Stayner

سرچینه: SBS News




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service